جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+روینه ټنډڼ: په ټولګي کې به پر وروستۍ څوکۍ کېناستم

روینه ټنډڼ: په ټولګي کې به پر وروستۍ څوکۍ کېناستم

تاند (پنجشنبه د حوت ۷) د بالیووډ سینما نوموتې لوبغاړې روینه ټنډن ویلي، په دې اړه یې هیڅ فکر نه و کړی، چې یو وخت به د فلمونو لوبغاړې وي.

هغه چې شاوخوا ۳۰ کاله کیږي، فلمي نړۍ ته راغلې دا خبرې یې تازه له یو هندي ټلویزیون سره په مرکه کې کړي دي.

ټنډن ویلي، چې خپله یې هم نه غوښتل، په فلمونو کې نقش ولوبوي، نڅا وکړي او سندرې ووايي، ځکه په خبره یې چې له کوچنيوالي څخه ډيره بې زړه او د ښوونځي په وخت کې د ټولګي د وروستۍ څوکۍ زده کوونکې وه.

هغې په خپله مرکه کې وړاندې ویلي، تر دې حده بې زړه وم، چې حتی له خلکو سره نه مخامخ کېدم، ځکه کله به چې چا راته کتل تر تاثیر لاندې به تلم، خو په ښوونځي کې به چې کله هم د زده کوونکو د سرګرمۍ لپاره پروګرام و او تمثیلي پارچې به یې لرلې، نو بیا به یې مرکزي رول ماته راکاو.

روینه زیاته کړې، چې فلمي نړۍ ته راتګ وروسته به مې د همکارانو لخوا هڅول کېدم او زما پلار ته به ویل کېدل، چې دا خو له پخوا زمونږ د کورنۍ غړې وه.

د فلمي نړۍ دې مشهورې لوبغاړې په خپلو خبرو کې یادونه وکړه، چې پلار یې ورسره په دې برخه کې ډیره همکاري کړې، د هغه مشورې یې منلي او ډيره یې تشویق کړې، ځکه خو یې خپل ۳۰ کلن مزل هم په بریالیتوب سره تر دې ځایه را رسولی دی.

روینه ټنډن په ۲۰۰۴ کال کې د انیل ټنډاني سره واده وکړ، چې اوسمهال دوه اولادونه لري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب