Home+د افغان سرتېرو په ژوند د فلمونو درې ورځنی فیستوال؛ ۴۰ فلمونه...

د افغان سرتېرو په ژوند د فلمونو درې ورځنی فیستوال؛ ۴۰ فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي

تاند (پنجشنبه د حوت ۷) په افغانستان کې په لومړي ځل د سرتېرو په ژوند د فلمونو درې ورځنۍ فېسټیوال پیل شو.

د فلمونو دغه فېسټیوال د افغان فلم ادارې لخوا د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره جوړ شوی، چې په کې لسګونه داسې فلمونه جایزې ته نوماند دي چې د افغان سرتېرو ژوند په کې انځور شوی دی.

په دې درې ورځني نندارتون کې چې ګڼ شمېر جګپوړو افغان چارواکو او لسګونو امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډون کړی و د چهارشنبې په شپه په کابل کې پیل شو او تر شنبې به دوام وکړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د فلمونو په دغه نندارتون کې ښکیل دی چې د افغان امنیتي او دفاعي بنسټونو مالي ملاتړ له ځانه سره لري.

داسې معلومېږي چې د افغانستان حکومت اوس سینما ته د تبلیغاتو د یوې مهمې دستګاه په توګه ګوري او د همدې لپاره یې د سرتیرو په ژوند د فلمونو دې نندارې ته تیاری نیولی.

د افغان فلم مشرې صحرا کریمي ویلي، اوس ددې وخت رارسېدلی چې د افغان ځواکونو اصلي ژوند او سرښندنو ته کتنه وشي.

د ښاغلې کریمي په خبره، دې فېسټیوال ته ۵۵ فلمونه ور لېږل شوي چې له ډلې به يې ۴۰ هغه په بېلابېلو برخو کې سیالۍ ته وړاندې شي.

د افغان سرتېرو په ژوند ښه فلم جوړونکي به ددغه فېسټیوال پر درېیمه ورځ په ډاګه شي.

د یاد نندراتون د جوړونکو د معلوماتو له مخې، غوره فلم جوړونکو ته نغدي او معنوي جایزې هم په پام کې نیول شوي دي.

د سرتېري په نوم د فلمونو دا نندارتون د راتلونکي شنبې په ورځ چې د حوت میاشتې له نهمې نېټې سره برابره ده او په پلان کې ده چې افغان حکومت یې د سرتېرو د ملي ورځ په توګه ولمانځي، پای ته رسیږي.

د حوت نهمه له تېرو څو کالونو راپدېخوا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د دوی کړنو ته د درناوي په موخه په ټول افغانستان کې نمانځل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...