یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهازبکستان ته د وچې میوې صادرات پیل شول

ازبکستان ته د وچې میوې صادرات پیل شول

تاند ( چهارشنبه، د کب ۶ ) د افغانستان د کرنې وزارت چارواکي ازبکستان ته د وچې مېوې د صادراتو د پیل کېدو خبر ورکوي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ایرا فروټ په نامه د یو کورني شرکت په همکاري ازبکستان ته د وچې میوې صادرات پیل شوي دي.

خبرپاڼه وایي، د ولسمشر سلاکار جلاالدین سعید په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته په خبرو کې وویل چې د مرکزي اسیا هېوادونو کې د افغان صادراتو بازار کمرنګه شوی وو خو په خبره یې افغانستان دا وړتیا لري چې ډېر ژر د مرکزي اسیا هېوادونو په بازارونو کې خپل موقعیت بېرته تر لاسه کړي.

خبرپاڼه کې دغه راز د ایرا فروټ شرکت رییس جلال شرر له قوله ویل شوي چې د ۶۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت یې ۶۰ ټنه سره ممیز ازبکستان ته صادر کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم افغان دولت ۱۴ ډوله وچه مېوه هم کاناډا ته صادر کړه او د معلوماتو له مخې چې هلته یې ښه بازار پیدا کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب