یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهاسټن: د ځواکونو وتل له سولې سره تړلي

اسټن: د ځواکونو وتل له سولې سره تړلي

تاند(شنبه، د حوت۲) د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډ اسټن د پینتاګون د مشر په توګه د جمعې په ورځ په خپله لومړنۍ خبري غونډه کې وویل، په افغانستان کې د سولې لور ته پرمختګ او په دې هیواد کې د امریکايي پوځیانو د ښکېلتیا پای ته رسېدا د طالبانو له لوري د حملو له کمېدا سره تړلې ده.

ده خبریالانو ته وویل«تاوتریخوالی باید اوس کم شي.»

اسټن وویل، په افغانستان کې تاوتریخوالی بایډ فوراً پای ته ورسول شي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن وايي، تر ټاکل شوې نېټې یعنې د مې تر لومړۍ مخکې له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو وتل له دې سره تړلي دي چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي.

ښاغلي اسټن د جمعې په ورځ په پینتاګون کې یوې خبري غونډې ته وویل«موږ د ضرب الاجل (ټاکل شوې نېټې) ته په نژدې کېدو یوو، خو موږ غواړو چې له میتود او ارادې سره سم ګام واخلو، او زه به یقیناً تر پرېکړې مخکې اقدام ونه کړم.»

ده همداراز وویل«په واضیح ډول اوس تاوتریخوالی خورا زیات دی او باید د افغانانو په مشرۍ په خبرواترو کې پرمختګ وشي. نو په خبرو کې له شاملو خواوو غواړو چې د سولې لار غوره کړي. تاوتریخوالی باید لږ شي.»

ده دا هم وویل، تراوسه پورې په دې هیواد کې د امریکايي پوځیانو د راتلونکې (وتلو یا نه وتلو) په اړه پرېکړه نه ده شوې.

اسټن، چې د اوباما د ولسمشرۍ په دوره کې د درو کلونو لپاره په افغانستان او منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو د څارنې مسوولیت درلود؛ وویل، د بایډن حکومت د میتود او اصولو له مخې په افغانستان کې د خپلو راتلونکو ګامونو جاج اخلي.

امریکا حاضردمه په افغانستان کې ۲۵۰۰ پوځیان لري خو د دې هیواد او طالبانو د قطر د موافقې پر اساس دا ځواکونه باید د مې تر لومړۍ پورې ووځي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ د جرمني د مونشن امنیتي کنفرانس ته په انلاین وینا کې دې ته اشاره ونه کړه چې له افغانستانه به پاتې ځواکونه وباسي او که ونه باسي.

خو له ده وروسته د جرمني صدراعظمې انګیلامیرکل وویل، حکومت یې غواړي چې د ضرورت په صورت کې په افغانستان کې خپل پوځیان د اوږدې مودې لپاره وساتي څو دا ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان بیا د ګډوډۍ او کورنۍ جګړې کندې ته نه لوېږي.

دې ټینګار وکړ«د ځواکونو ایستل باید دا معنا ونه لري چې ناوړه قوتونه بیا برلاسه کېږي.»

حاضردمه تر امریکا په ناټو کې د دغه هیواد متحدان په افغانستان کې زیات پوځیان لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب