شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهامریکا وايي، د پایپ لاین په اړه د ترکمنستان او طالبانو په...

امریکا وايي، د پایپ لاین په اړه د ترکمنستان او طالبانو په خبرو کې رول نه لري

تاند(جمعه، د حوت۱) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا ادعا رد کړه چې ګنې د دغه وزارت چارواکو د ټاپي یا د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د نللیکې د جوړېدو پر سر د ترکمنستان د حکومت او طالبانو د خبرو اسانتیا برابره کړې ده.

په وروستیو ورځو کې د طالبانو د قطر د دفتر پلاوی عشق اباد ته لاړ او پر نورو مسلو د خبرو ترڅنګ یې ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د ترکمنستان پروژو ته زیان نه اړوي او د افغانستان له لارې به د ترکمنستان د ګاز او برښنا د پروژو ملاتړ کوي.

نیوزویک مجلې نن (شنبه/ حوت ۱) په یوه راپور کې د امریکا د باندنیو چارو وزارت د ویندوی ټید پرایس په قول ویلي چې د امریکا متحد ایالتونه ترکمنستان ته د طالب پلاوي په سفر کې نه کوم رول لري او نه په دې اړه کوم ځانګړی دریځ لري چې تبصره پرې وکړي.

د نیوزویک پر اساس، امریکا تل د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د انتقال ملاتړ کړی خو پر دې پروژه یې هیڅکله هم پیسې نه دي لګولي.

د دې پروژې د جوړولو موافقه په ۱۹۹۵ کې د افغانستان له ګډونه پرته د ترکمنستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوه خو په وروستیو کلونو کې له ځینو پرمختګونو سره سره پر هغې جدي کار نه دی پیل شوی.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید میرودوف د تېر کال په نوومبر کې وویل چې هیواد به یې په ۲۰۲۱ م کال پر دې پروژې کار پیل کړي.

د دې ۱۱۲۵ مایله نللیکې په وسیله به د کال ۳۳ ملیون مترمکعب ګاز د افغانستان له لارې صادر شي.

د طالبانو پلاوی د فبرورۍ په شپږمه ترکمنستان ته لاړ او هلته یې ژمنه وکړه چې د ګازو د پروژې ملاتړ کوي.

طالبان د ګڼو پرمختیايي پروژو د لارې خنډ بلل کېږي او ډېر نړیوال پانګوال زړه نه ښه کوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب