سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهکابلوف د مسکو د غونډې د ملاتړ د تلاسه کولو لپاره اسلام...

کابلوف د مسکو د غونډې د ملاتړ د تلاسه کولو لپاره اسلام اباد ته تللی

تاند(شنبه، د حوت۲) د افغانستان لپاره د روسیبې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د جمعې په ورځ اسلام اباد ته لاړ چې په مسکو کې د افغانستان د سولې لپاره د جوړېدونکې غونډې په خاطر د پاکستان ملاتړ ترلاسه کړي.

روسیه غواړي چې د افغانستان د سولې له ولاړې پروسې سره د مرستې لپاره په مسکو کې غونډه جوړه کړي.

کابلوف تېره اوونۍ سپوتنیک خبري اژانس ته ویلي و، هیله لري چې د اسلام اباد د سفر په ترڅ کې به پاکستاني چارواکي د مسکو د غونډې ملاتړ ته وهڅولی شي چې ټاکل شوې ده د روانې فبرورۍ په پای کې جوړېږي.

ده وویل«زما مشرتابه راته ویلي چې د نفوذلرونکو خواوو په چوکاټ کې داسې لارې چارې ومومم چې د افغانانو په منځ کې د سلامشورو له لارې د خبرواترو زمینه برابره شي. موږ د داسې غونډې په اړه د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره موافقې ته ورسېدو. دا غونډه کېدای شي چې په مسکو کې جوړه شي.»

د نفوذلرونکو خواوو په اړه د کابلوف اشاره هغو هیوادونو ته وه چې د ده په وینا په افغانستان کې ډېر نفوذ لري؛ لکه چین، امریکا، ایران، پاکستان او روسیه.

روسیه هیله لري چې د نفوذلرونکو هیوادونو غونډه به بالاخره د یوې لویې غونډې د جوړېدا سبب شي چې د افغانستان حکومت، طالبان او سیمه ییز نفوذلرونکي لکه د منځنۍ اسیا هیوادونه او هند هم پکې برخه ولري.

دیپلوماتان وايي، داسې پروسه چې ټول سیمه ییز قدرتونه یې ملاتړ وکړي، په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره ډېره مرسته کولی شي.

بهرنيو چارو وزارت: روسیه دې طالبان له افغان حکومت سره نه پرتله کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب