Home+ډیلي ټایمز: افغان ځواکونو د ډاکټر تتسو ناکامورا پاکستانی قاتل وژلی

ډیلي ټایمز: افغان ځواکونو د ډاکټر تتسو ناکامورا پاکستانی قاتل وژلی

د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی، د افغانستان امنیتي ځواکونو کابل ښار ته نږدې د ډاکټر تتسو ناکامورا د وژنې اصلي طراح او د پاکستاني طالبانو(ټي ټي پي) مشر امیر نواز چې په حاجي دبي هم مشهور و، وژلی دی.

د ډیلي ټایمز ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي، د پاکستاني طالبانو یاد مشر په کراچۍ، پنجاب، بلوجستان او خیبر پښتونخوا کې د وژنو په تور د پاکستان امنیتي ځواکونوو تر تعقیب لاندې و.

سرچېنې لیکلي، د پاکستاني طالبانو قومندان “امیر نواز” پلازمینې کابل ته نژدې سیمه کې د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.

د سرچېنې د معلوماتو له مخې، نوموړی په ۲۰۱۲ کال کې د پاکستان بانو زندان څخه د ټي ټي پي د یو برید په پایله کې تښتېدلی و او له هغه وروسته یې په پاکستان او افغانستان کې هدفي وژنې او بریدونه ترسره کول.

دا په داسې حال کې ده چې جاپاني الاصله افغانی تتسو ناکامورا، چې د افغانستان ابادۍ او پرمختګ لپاره یې کار کاوه په ۲۰۱۹ کال کې د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې ووژل شو، چې تر اوسه یې د وژنې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...