شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+لوګر کې د کرکټ یو معیاري لوبغالی جوړېږي

لوګر کې د کرکټ یو معیاري لوبغالی جوړېږي

تاند (چهارشنبه د قوس ۱۲)  د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې د کرکټ یو معياري لوبغالی جوړېږي.

د لوګر ځايي چارواکي وايي، دغه لوبغالی د محمداغې ولسوالۍ ادارې ته په ۳۰ جریبه ځمکه کې د ۶۸ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یو نیم کال په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

د لوګر ولایت مطبوعاتي دفتر وايي چې ددغه لوبغالي ۱۲ سلنه کارونه مخته تللي دي.

د یاد لوبغالي په ودانۍ کې جومات د کرکټ اکاډمۍ، احاطوي دېوال، له ۴ تر ۵ زره نندارچیانو لپاره ځای شامل دي.

د محمداغې ولسوال عصمت الله ستانکزی وايي، له دغه لوبغالي به د لوګر سربېره د پلازمېنې کابل او یو شمېر نورو ولایتونو د کرکټ لوبغاړي هم ګټه واخلي.

په لوګر کې د کرکټ مینه وال خوښ دي چې کال وروسته به د لوبو لپاره یو معیاري لوبغالی ولري.

دوی وايي، د دغه لوبغالي له بشپړېدو سره به هغه ځوانان چې د لوبغالي له نشتوالي یې د کرکټ لوبې پرېښې وې دوام ورکړي.

د یاد لوبغالي لګښت د مالیې وزارت د پرمختایي بودیجې له لوري ورکول کیږي او چارې یې د ښارجوړونې وزارت لخوا پر مخ وړل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب