شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeجنرال وزیريسوچونه دې مثبت ته واړوه| جنرال دولت وزیري

سوچونه دې مثبت ته واړوه| جنرال دولت وزیري

که ښه ورته ځیر شو، ژوند ټول وخت د هلو ځلو، ښو او بدو، منفي او مثبتو، کامیابیو او ناکامیو، خوشحالیو او خفګان، رښتیا او درواغو او د منفي او مثبت طرز تفکر اړخونه لري. همدغه دوه اړخونه ټول وخت په خپل منځ کې سره په مبارزه کې وي. حتمي به یا ښه وي او یا به بد وي. یا به خوشحالي وي او یا به خفګان وي, ځکه چې دوه هندواڼی په یو لاس کې نه نیول کیږي.

په نړۍ کې همدا دوه مثبت طرز تفکر او منفي طرز تفکر ځواکمن قوتونه دي. په دوی دواړو کې یوازې مثبت طرز تفکر پر ځای کلک او ټينګ ولاړ طرز تفکر دي. که چیرې مو مثبت طرز تفکر په خپل واک او اختیار کې راووست، نو بی له شکه تلپاتې او بريالي به وو. پوهیږو چې په نړۍ کې تل دوه دوامداره عملونه وجود لري،چې یو يې سمون او جوړول او بل يې تخریب او ویجاړول دي. د سمون او جوړولو تصور او فکر کول تل له مثبتو لاملونو څخه را څرګندیږي، تخریب او ویجاړول له منفي لاملونو څخه. دا روښانه ده چې له سمون څخه پرمختګ او له تخریب څخه زوال را منځ ته کیږي. پرمختګ د انسان په فطرت کې ځای لري، خو زوال انسانان خپله رابولي. له دې ښکاره ده چې مثبت طرز تفکر پرمختګ دي او منفي طرز تفکر د زوال او له منځه وړلو مسوول دی.

په دې باید هم پوه شو چې مثبت طرز تفکر اصلا څه شی دی؟مثبت طرز تفکر راويښول او بیا پر هغه عمل کول او په ژوند کې د بریا لاس ته راوړلو لپاره د ځان چمتو کول دي. همدغه مثبت طرز تفکر دی چې زموږ د ژوند ټولې راکړې او ورکړې پرې ولاړې دي. په دې باید وپوهیږو، که موږ چیرې په ځانونو کې مثبت طرز تفکر پیدا کړو، نو موږ به د نړۍ تر ټولو لوی کسان وو.

که ښه ځیر شو مثبت طرز تفکر کومه فلسفې وړاندې شوې نظريه نه ده او نه کوم جادويي منتر دی، بلکې دا داسې یو ذهني انقلاب دی چې موږ يې په خپله را منځ ته کولای شو. موږ يې په خپله غوره کوو تر څو په ژوند کې خپلو هیلو، غوښتنو او خوشحالیو ته ورسیږو.

که خپل ژوند ته ښه ځېر شو، وبه ګورو چې په ژوند کې دوه اړخونه دي، یو يې کامیابي ده او بل يې ناکامي ده.موږ په ژوند کې هره ورځ ډير کارونه کوو، پلانونه جوړوو، خپل ذهن بوختوو، دا ټول په دوه خواو تماميږي. یا به کامیابیږو او یا به ناکامیږو. یا خپلې ارادې ته رسیږو او یا په کې پاته راځو. لنډه دا چې زموږ ټول ژوند همدې دوو اړخونو په خپل واک کې نیولی دی. خو یو څه چې روښانه دي هغه دادي چې د دې دواړو اړخونو د کنترول مزي زمونږ په لاسونو کې دي. خو دا بايد له یاده ونه باسو چې د مثبت طرز تفکر لرونکي په ژوند کې يو ډول پرمختګ نه کوي، ځکه چې په ځينو انسانانو کې د مثبت طرز تفکر تناسب ډیر زیات دی، نو ځکه د پرمختګ اندازه هم د انسانانو تر منځ په همغه تناسب وي.

د انسانو ژوند د يوې سکې دوه مخونه دي، يو مخ يې مثبت طرز تفکر او بل مخ يې منفي طرز تفکر دی. اوس نو د انسانانو په مهارت پورې اړه لري چې دا سکه په څه ډول پورته اچوي تر څو مثبت طرز تفکر پورته خواته راشي، چې همدا پورته خوا بيا همغه پرمختګ، کامیابي، رڼا او جنت دي چې دوی يې په لټه کې وي.

څرنګه چې دماغ او فکر په خپله د انسانانو په لاس کې دي،نو بيا خپل عادتونه، دودونه، چلندونه او طرز د عمل هم په خپله ټاکي او بيا وروسته پر همغو عمل کوي. نو که هر کار په خپله کوي نو د ناکامۍ او کاميابۍ پریکړه هم په خپله کوي. چې هر څه په خپله د انسانانو په لاس کی دي نو دلته اړتيا یواځې مثبت طرز تفکر ته ده او په دی پوهيدل په کار دي چې د مثبت طرز تفکر په واسطه بریالیتوبونه څنګه تر لاسه کيږي.

پایله

که موږ وغواړو مثبت طرز تفکر په ځان کې غښتلی کولای شو او بیا د هغو مهارتوڼو او غوښتنو له امله کولاي شو چې د سکې همغه مخ چې مثبت طرز تفکر دی په خپله ګټه وکاروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب