شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپر کړنلارې له موافقې هرکلی او د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه

پر کړنلارې له موافقې هرکلی او د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه

تاند(چهارشنبه، د قوس۱۲) ناټو، بریتانیا، پاکستان، د افغانستان بشري حقونو کمیسیون او د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د رسمي خبرو لپاره پر اجنډا او مقدمې د موافقې هرکلی وکړ.

د ناټو ملکي استازی

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتیکوروو پر خپله ټویټرپاڼه کښلي« زه د افغانستان د سولې پروسې په اړه چې ناټو یې کلک ملاتړ کوي، د پورته شویو ګامونو هرکلی کوم. د هغو افغانانو د هڅو مننه کوم چې د افغانستان د خلکود یوه خوندي او ډاډمنې راتلونکي په لور کار کوي.»

د بشري حقونو کمیسیون

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي په دوحه کې د خبرو اترو د طرز العمل اړوند د مرکچي ډلو د پرمختګ هرکلی کوي او هوکړې ته د رسيدو لپاره ترې د هڅو د دوام غوښتنه کوي. کميسيون د اوربند ټينګيدل غواړي چې د روانې مرګ ژوبلې مخه ونيول شي، او په پروسه کې د عمومي ګډون زمينه برابره شي.

عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا ريیس عبدالله عبدالله هم په یوه خبرپاڼه کې د دې پرمختګ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا موافقه د سولې د خبرو پر اصلي اجنډا بحث ته لار هواروي.

عبدالله همداراز ویلي « پر طرزالعمل د هوکړې له امله د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي، د دوستو هېوادونو او د کوربه هېواد قطر له زحمتونو مننه او قدردانی کوم.»

ده دغه راز ویلي «د دواړه خواوو له مرکچي پلاوو څخه د افغانانو تمه دا ده چې د جګړې د ختمېدو لپاره له راغلي فرصت څخه ښه ګټه پورته کړي او هر څومره ژر چې شوني وي، په هېواد کې یوې تلپاتې، باعزته او ټول منلې سولې ته زمېنه برابره کړي.»

د بریتانیا سفارت

په افغانستان کې د بریتانیا سفارت ویلي چې بریتانیا د دواړو افغان خواوو ترمنځ د نننۍ موافقې هرکلی کوي او دا د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې لپاره مهم ګام ګڼي.

د بریتانیا سفارت دغه راز ویلي چې دواړه خواوې هڅوي چې خبرو ته په مثبت ډول دوام ورکړي.

دغه سفارت همداراز ویلي چې اوس په افغانستان کې د سولې په لاره کې تر ټولو لوی خنډ تر اندازې زیات تاوتریخوالی دی چې د نه منلو ده او باید ودرول شي.

د بریتانیا سفارت دا هم ویلي چې سوله په افغانستان کې د د تلپاتې امنیت او ثبات یوازینۍ لار ده.

د افغانستان د سولې ابتدايي خبرې د سپټمبر په ۱۲ مه نېټه په دوحه کې خبرې پیل شوې وې.

پر طرزالعمل او د هغه پر مقدمې د دواړو خواوو موافقه او ګډ اعلان د سولې لور ته مهم پرمختګ ګڼل کېدای شي.

د ناټو سرمنشي

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ پر خپله ټویټرپاڼه کې کښلي «زه په دوحه کې د شوې پرمختګ، چې موږ په افغانستان کې سولې ته یو ګام نژدې کوي، هرکلی کوم. اوس مهمه دا ده چې نور چټک پرمختګ ووینو او هراړخیز اوربند وشي. افغانان د دې حق لري چې سوله ولري او ناټو د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کوي.

پاکستان

پاکستان هم اعلان وکړ چې د افغانستان د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د کړنلارې پر سر د موافقې هرکلی کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هیواد یې دا پرمختګ د افغانستان د روانې جګړې د سوله ییز حل لپاره یو مهم ګام بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب