خبریالان: په رسنیزه برخه کې دې مسلکي کسانو ته ترجېح ورکړل شي

0
1593
د لغمان پوهنتون استاد عبدالمنان ساپی

تاند (چهارشنبه د قوس ۱۲) د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې یو شمېر خبریالان او د پوهنتون استادان نیوکه کوي چې په رسنیو کې د نامسلکي اشخاصو شتون د خلکو باور کمزوری کړی دی.

خبریالان وايي، که په رسنیو کې مسلکي اشخاص په دندو ونه ګمارل شي، ښايي د محلي رسنیو فعالیتونه کمرنګه او له سقوط سره مخامخ شي.

دغه څرګندونې نن چهارشنبه په جلال آباد کې د مسلکي ژورنالېستانو ټولنې غړو د یوې ناستې پر مهال وکړې او ټینګار یې وکړ چې په رسنیزه برخه کې دې مسلکي کسانو ته ترجېح ورکړل شي.

ددغې ناستې پر مهال د لغمان پوهنتون استاد عبدالمنان ساپي «د تحلیلي ژورنالېزم اړتیا او ارزښت» تر عنوان لاندې لکچر وړاندې کړ.

نوموړي وویل په افغانستان کې ډېر داسې مسایل چې د ولس له سترګو پټ پاتې تحلیل او شننې ته اړتیا لري، خو د بېلا بېلو علتونه له امله نه راسپړل کېږي.

د ښاغلي ساپي په وینا که د خبریالانو ژوند تامین او امکانات ورته برابر شي، په هغو مسایلو به څېړنې وشي چې په بېلابېلو برخو کې یې فساد ته زمینه برابره کړې ده.

د غونډې په ورستیو کې د پوهنتون استادانو وویل، په افغانستان کې هر کال سلګونه محصلان ژورنالېزم پوهنځی لولي، خو د کار زمینه ورته نه برابرېږي او ټینګار یې وکړ چې یادو کسانو ته باید کاري فرصتونه برابر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here