جمعه, فبروري 6, 2026
Home+په ننګرهار کې د اېمرجنګ لوبغاړو لپاره تمرینات روان دي

په ننګرهار کې د اېمرجنګ لوبغاړو لپاره تمرینات روان دي

تاند (چهارشنبه د قوس ۱۲) د افغانستان کریکټ بورډ وايي، د اېمرجینګ لوبغاړیو لپاره پیل شوي تمرینات لا هم روان دي.

د کریکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، افغان لوبغاړي د توپوهنې، توپ اچونې او ډګر ساتنې په برخو کې د کورني روزونکیو تر څارنې لاندې تمرینات کوي.

د ښاغلي هوتک په وینا، یاد تمریناتي کمپ د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کریکټ لوبغالي کې پیل شوی او ۵۰ لوبغاړي پکې‌ ونډه لري.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د کمپ له پای ته رسېدو سره به ۱۵ پیاوړي لوبغاړي د افغانستان اېمرجینګ لوبډلې ته غوره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...