شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+له نیټ فلیکس څخه د کراون سریال په اړ ه د بریتانیا...

له نیټ فلیکس څخه د کراون سریال په اړ ه د بریتانیا غوښتنه

تاند(پنجشنبه، د قوس۱۳) د بریتانیا حکومت د دغه هیواد د سلطنتي کورنۍ د سریال په اړه له نیټ فلیکس (NetFlex) څخه غوښتي چې اعلان وکړي د دې سریال کیسه حقیقي نه ده.

دا سریال، چې دي کراون (The Crown) یا تاج نومېږي، په نړۍ کې خورا مشهوره شوی او د بریتانیا د شاهي کورنۍ په اړه یې ډېر بحثونه پارولي دي.

د بریتانیا د کلتور وزیر الیور ډاوډن په یوه مرکه کې وویل«دا یو خیالي داستان دی چې د یو شمېر نورو تلویزیوني سریالانو په شان خورا ښکلی جوړ شوی، نیټ فلیکس باید په ښکاره ووايي چې دا یوازې یو سریال دی نه کوم مستند او تاریخي اثر.»

ده دغه راز وویل، که دا کار ونه شي، هغه نسل چې له دې پېښو خبر نه دی، ممکن فکر وکړي چې هغه څه چې په سریال کې پېښېږي د بریتانیا په شاهي کورنۍ کې تېر شوي دي.

ده له نیټ فلیکس څخه وغوښتل چې د سریال په پيل کې ولیکي«څه چې په دې سریال کې وینئ حقیقي نه دي.»

دا خبرداری وروسته له دې ورکول کېږي چې سریال د شاهزادګۍ ډیانا کیسې ته داخلېږي.

شاهزادګۍ دیانا، چې د شهزاده چارلس مېرمن وه، له طلاق اخیستو وروسته په پاریس کې په مرموز ډول په یوه ترافیکي پېښه کې ووژل شوه.

دې سریال په نړۍ کې ډېر شهرت پیدا کړی او اوس د نیټ فلیکس تر ټولو ډېر لیدل کېدونکی سریال دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب