جمعه, فبروري 6, 2026
Home+کريس ګېل په چټکو۸۴ منډو خپله لوبډله بریالۍ کړه

کريس ګېل په چټکو۸۴ منډو خپله لوبډله بریالۍ کړه

تاند ( پنج شنبه، د دلوې ۱۶) د متحده عربي اماراتو لس اوره سیالیو په لړ کې کريس ګېل د شپږیزو باران وکړ.

ابوظهبي لوبډلې لومړی پچه وګټله او د مراټا عربینز لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

مراټا عربینز په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۹۷ منډې وکړې.

مراټا لپاره علي شان ۳۳، محمدحفیظ ۲۰، شعېب ملک ۱۵ ناسوځېدلې او مختار علي ۱۴ منډې وکړې.

ابوظهبي لوبډلې د ۹۸ منډو هدف په ډېرې اسانۍ په ۵ اورونو او ۳ بالونو کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو پوره او لوبه یې د ۹ ویکټو په شتون کې وګټله.

کریس ګېل په دې لوبه کې ښه وځلېده.

نوموړي د ۹ شپږیزو او ۶ څلوریزو پر مټ  په ۲۲ توپونو ۸۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د دې لوبې غوره لوبغاړی کریس ګیل و نومول شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...