جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه ټاکلي وخت له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو نه وتلو د پاکستاني...

په ټاکلي وخت له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو نه وتلو د پاکستاني چارواکو اندېښنې زیاتې کړي

تاند (پنجشنبه د دلوې ۱۶) په ملګرو ملتونو کې د پاکستان پخوانۍ استازې وايي که ناټو او امریکايي ځواکونه په خپل ټاکلي وخت له افغانستان څخه ونه ووځي د سولې پروسه به له خطر سره مخامخ شي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان پخوانۍ استازې ملیحه لودهي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې د ځنډ په هکله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا اقدام کولی شي له طالبانو سره د سولې تړون له خطر سره مخامخ کړي.

لودهي ویلي که د قطر هوکړه لغوه شي، د افغانستان د سولې پروسه هم له خطر سره مخامخ کېدلی شي.

نوموړې زیاته کړې، پاکستان باید د بایډن حکومت په دې هکله وپوهوي او خبرداری یې ورکړی چې دا مسئله د اسلام اباد لپاره یوه لویه ننګونه کېدلی شي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم له امریکا څخه غوښتي و چې د افغان سولې پروسې لړۍ روانه وساتي او په ټاکلي وخت له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ایستلو ته ژمن پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې طالبان د تېر ميلاي کال په فبرورۍ میاشت کې د واشنګټن او یادې ډلې تر منځ شوي تړون ته ژمن نه دي پاتې شوي او زیاتوي چې د بایډن حکومت به له همدې امله په مې میاشت کې له افغانستان څخه ټول سرتېري ونه باسي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي څو ورځې مخکې یوې خبري ناستې ته دا څرګندونې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې طالبان د دوحې تړون ته ژمن نه دي پاتې شوي، تاوتریخوالی دوام لري او له القاعده ډلې سره د دې ډلې اړیکې پر ځای پاتې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب