جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا وایي، ځواکونه به یې شرایطو ته په کتو له افغانستان نه...

امریکا وایي، ځواکونه به یې شرایطو ته په کتو له افغانستان نه ووځي

تاند ( پنج شنبه، د دلوې ۱۶) د امريکا دفاع وزارت چارواکي وایي چې، د دوی ځواکونه به د شرايطو پر اساس له افغانستان نه ووځي.

د پنټاګون ویاند جان کربي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې، دوی په افغانستان کې د اړتیاوو او ګواښونو په اړه محتاط دي او هر څه څاري.

جان کربي دغه راز زیاتوي: «موږ په پرله پسې ډول او هره ورځ په افغانستان کې د شرایطو ارزونه کوو او تر اوسه دفاع وزیر نه څه تائید کړي او نه یې رد کړي، او وروستۍ پرېکړه به مو شرایطو ته په کتو وي».

په ورته وخت کې د جرمني دفاع وزیر هم ويلي چې بهرني ځواکونه نه باید د سولې له هوکړې وړاندې افغانستان پرېږدي.

بل لورته د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس هم تېره ورځ ویلي وو چې، له افغانستان نه د بهرنیو پوځیانو وتل باید د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له پرمختګ سره وتړل شي.

جرمني له امریکا وروسته د ناټو تر مشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې تر ټولو زیات روزونکي لري.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې له موافقې سره سم، امریکايي پوځیان باید د سږ کال د مې تر میاشتې له افغانستان نه ووځي.

خو د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وايي، له افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو وتل د دې پر ځای چې د فبرورۍ د ۲۹ نېټې له موافقې سره وتړل شي، ښه ده چې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ له سولې سره مشروط شي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د جرمني د باندنیو چارو وزیر دا څرګندونې داسې وخت وکړې چې د امریکا دفاع وزارت ویلي چې طالبانو د تاوتریخوالي د کمېدو، له ترهګرو سره د اړیکو د پرې کولو او د افغانستان له حکومت سره د صادقانه خبرو د پیلولو په شان د موافقې شرطونه عملي کړي نه دي او دا د اپریل میاشتې تر پایه له افغانستان نه د امریکايي پوځیانو وتل له شک سره مخامخوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب