Homeداسې هم شتهاسراييلو د حضرت داوود عليه السلام د وخت ټوکر موندلی

اسراييلو د حضرت داوود عليه السلام د وخت ټوکر موندلی

تاند ( چهارشنبه، د دلوې) اسراييلي څېړونکيو د يروشليم په سوېل کې د ټوکر داسې تارونه موندلي چې تر مېلاد هم زر کاله وړاندې رنګول شوي او په غالب ګمان د داوود او سليمان عليهم السلام په وخت کې د دغو تارونو جامې دود وې.

سرچینه وايي، دغه تارونه او ځينې نور تاريخي اثار په تمنه دره کې، په يوه زړه مېنه کې د کيندونو پر مهال موندل شوي دي.

سرچینه د څېړونکو له قوله وايي، د کاربن ډيټنګ په واسطه پوهېدلي دي چې دغه تارونه تر مېلاد زر کاله مخکې کارول کېدل.

د سرچېنې د معلوماتو له مخې هغه مهال ارغواني رنګ د پاچاهانو د جامو رنګ و او له همدې امله تر سرو زرو هم دغه رنګ قيمت پلورل کېده.

سرچینه دغه راز زیاتوي چې له دې ښکاري چې شاوخوا درې زره کاله مخکې هم انسانانو جامې رنګولې او پر دغه سيمه يو پرمختللی تمدن تېر شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....