جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ریډبول کمپنۍ په ۱۳ ملیون ډالره تاوان محکومه شوه

ریډبول کمپنۍ په ۱۳ ملیون ډالره تاوان محکومه شوه

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۱۳) د ریډبول انرجي یو شعار دا دی چې وايي، ریډبول انرجي وڅښئ وزرې به وکړئ، دې شعار یې کمپنۍ ته لسګونه میلیونه دالر تاوان ورساوه.

ګارډين ورځ پاڼه په یوه راپور کې وايي، یوه امريکايي له ۲۰۰۲ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۴ پورې په مسلسل ډول هره ورځ ریډبول انرجي څښله او د هر ځل اخیستو سره به یې له پلورنځي څخه د اخيستلو رسيد ترلاسه کاوه.

راپور کاږي، یاد امریکايي په ۲۰۱۴ کې په دې کمپنۍ په محکمه کې عريضه وکړه چې ټول اعلانات یې غلط او غولوونکي دي، ځکه په خبره یې ريډبول کمپني وايي، دا اینرجي وڅښۍ نو وزرې به وکړې، مګر د ۱۲ کالو په تېریدو سره نوموړي لا هم وزرونه ونه کړل.

د سرچېنې د معلوماتو له مخې، د امریکايي د ادعا سره سم محکمې د ریډبول کمپنۍ په ۱۳ ميليونه ډالر تاوان ورکولو محکومه کړه

د محکمې د پرېکړې له مخې، د ریډبول کمپنۍ د تاوان پیسې پر هغو کسانو چې له ۲۰۰۲ څخه یې تر ۲۰۱۴ پورې ریډبول انرجي څښلې او د اخيستو سند يې درلود تقسيم کړای شوې.

نو ویلای شو چې د نړۍ پرمختګ یواځې پر ټکنالوژۍ ندی تړلی، مګر د پرمختګ یو عمده دلیل یې دا هم دی چې د خپلو حکومتونو قانون ته احترام لري او وګړي یې د هغوی فیصلو ته ژمن پاتې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب