جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د روبوټ فلم کیسه غلا شوې

د روبوټ فلم کیسه غلا شوې

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۱۳) د باليووډ او سویلي سینما د مشهورو ادا کارانو رجني کانت او ایشوریه رای فلم “روبوټ” ۱۱ کاله وروسته په ستونزو کې راګیر شو.

یاد فلم یو ساینسي فلم دی، چې په ۲۰۱۰ کال کې خپور شو او د ډېرو خلکو د علاقې وړ وګرځېد، چې اوس د هند یوې محکمې د دې فلم د ډایرکټر د نیولو امر کړی.

په نوموړي یو ځايي لیکوال تور پورې کړی، چې د یاد فلم کیسه یې خپله وه، خو ایس شنکر پرې په خپل نوم فلم جوړ کړی.
دغه لیکوال وايي، چې د ” جګوبا” په نوم کیسه یې لومړی ځل په ۱۹۹۶ کال او دوهم ځل په ۲۰۰۷ کال کې خپره کړې وه، چې په ۲۰۱۰ کال کې بیا پرې شنکر دده له اجازې پرته پرې فلم جوړ کړی.

باید یاده شي، چې روبوټ فلم په ۲۰۱۰ کال تر ټولو زیاتې پیسې وګټلې او همدارنګه یې دوه جایزې هم ترلاسه کړې، چې وروسته د خلکو په غوښتنه د دوهم ځل لپاره هم بازار ته راغی.

1 COMMENT

  1. د تاند محترمو مدیر صاحبانو ته سلام:
    تاند ولي د غلا مخه نه نیسي؟؟؟
    تبصره کوونکي د جندرال دولت وزیري غلا افشا کړي، تاسو ورته کوډ ور کړی، هغه یې په هماغه ساعت پاکه کړي، دا یو بام او دوې هواوي ولي؟
    دا تبصره مې ځکه دلته را کاپي کړه چې هلته یې او د هغه سپاهیان نه پریږدې، که فیسبوک ته یې ور ګډه کړم بیا ستا سو خوا بدیږي!!!

    د قومندان وړتیا په څه کې وي؟ جندرال وزیری
    ورته مې ولیکل:

    موږ چې د مکتب شاګردان وو نو معلم صیب به ویل:

    نقل کوونکی او نقل ور کوونکی دواړه ناکاموم!

    دالاندي خبره خو د چنايي جنرال SUN ZIS ده چې تر ۲۰۰۰ کاله زیات عمر ورباندي تیر شوی، نو ته یې ولي په ځان پوري تړې؟؟؟؟؟
    دغسي یو څو نوري د ناپلیون او نورو غربي جګړه پوهانو، که غواړي نومونه به یې له ګوګل څخه درته را کښ کړم!!!!!

    ((په پوځي هنر پوه قوماندان تل د دښمن په تېر ایستلو کې پوره مهارت لري، چې نږدې وي ځان ليرې او چی لیرې وي ځان نږدې ښيي، خپل اصلي ځواک فرعي او فرعي ځواک اصلي ښکاره کوي.))

    د Copy Raight فرهنګ مه تقویه کوئ، هسي هم زموږ ځوانان پکي غرق دي.

    که تاسو پخپله یا تاند کمنټ ړنګ کړ نو ودي شي چې فیسبوک ورباندی خبر کړم په غرب کې سړی په دې کار محکمه کیدای شي!!! وادي وریده جندرال صاحبه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب