Homeخبرونهجاپان له افغانستان سره ۱۲۲ میلیون ډالر مرسته کوي

جاپان له افغانستان سره ۱۲۲ میلیون ډالر مرسته کوي

تاند (دوشنبه د دلوې ۱۳) په کابل کې د جاپان سفارت وايي چې ددغه هېواد حکومت د بشردوستانه او پرمختیايي پروژو د تطبیق لپاره له افغانستان سره ۱۲۲.۲ میلیون ډالر مرسته کوي.

د جاپان سفارت نن دوشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا مرستې د یاد هېواد له لوري په جینوا کنفرانس کې د شوې ژمنې سره سم افغانستان ته ورکول کېږي.

د جینوا کنفرانس د تېر ۲۰۲۰ کال په نومبر میاشت کې دایر شو چې ګڼو هېوادونو له افغانستان سره د تازه مرستو ژمنه وکړه.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر موتګي توشمیتسو په جینیوا کنفرانس کې له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د ۱۸۰ میلیون ډالرو د مرستې اعلان وکړ.

په کابل کې د جاپان سفارت وايي، دغه ۱۲۲.۲ میلیون ډالر مرسته به په روان میلادي کال کې افغانستان ته ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده چې د جاپان دولت له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ۶.۹ میلیارده ډالر مرستې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...