جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د قوماندان وړتیا په څه کې وي؟| جنرال دولت وزیري

د قوماندان وړتیا په څه کې وي؟| جنرال دولت وزیري

د پوځي قوماندان ښه وړتیا، د جګړې بری تضمینوي، د سرتېرو د مرګ ژوبلې مخه نیسي او د ملت پر رواني سکون هم مثبت اغېز کوي.

د فرانسویانو او انګرېزانو تر منځ د واټرلو په سيمه کې د جګړې پر مهال له ناپلیون څخه يې یوه قوماندان پوښتنه وکړه، چې په داسې حالاتو کې به لوی خدای« ج » د موږ مرسته وکړي او که د انګرېزانو، چې دواړه غاړې په يوه واټن کې هغه ته پراته دي؟

ناپلیون يې په ځواب کې وویل:

«لوی خدای « ج » به د هغه چا مرسته وکړي چې د جګړې پر هنر پوه، زړور او غښتلي قوماندانان ولري.»

دا سمه ده چې په جګړه کې د بریا له پاره بشري ځواک، وسلې، روزنه او انګېزه ډیر ستر رول لوبوي، خو د دې ټولو رول د قوماندان له رول سره برابر نه دی.

په جګړه کې د قوماندان د رول په هکله ناپلیون په ټينګه دا خبره کوله چې:

«زه په جګړه کې د هغه سل زریز لښکر څخه نه وېرېږم چې سرتېري يې زمریان خو قوماندان يې سیرلکی وي. زه له هغه لښکر څخه ډېره وېره لرم چې سرتېري يې سيرلکي خو قوماندان يې زمری وي.»

د قوماندان رول او ځای په جګړه کې د لمر په څېر روښانه دی، ځکه هغه قوماندان چې په پوځي هنر پوه، زړور، احتیاط کاره او نه وېرېدونکی وي، هېڅکله بې له يوه منظم پلان څخه خپل سرتېري د مرګ خولې ته نه لېږي.

هوښیار او پیاوړی قوماندان لومړی د خپل ځواک په هکله خپل معلومات کره کوي او بیا د دښمن په هکله بشپړ معلومات تر لاسه کوي. د دې تر څنګ په پوځي هنر پوه قوماندان تل د اقلیمي وضعي، د ځمکې له عوارضو او د بریا له پاره د خپلو ټولو امکاناتو ځان خبروي او بیا د یوه ډېر منظم پلان له مخې جګړې ته داخلېږي.

په جګړه کې سوق او اداره ډېر ستر رول لري او سوق او اداره د قوماندان په وړتيا پورې اړه لري. ځکه جګړه د مېږو د دوو رمو تر منځ د يوې او بلې سره مخ کېدل نه دي، په اوسنيو جګړو کې وسله وال جنګیالي له ډېرو مډرنو ډول ډول او وژونکو وسلو سره د یوه او بل مخې ته ورځي.

که چېرې قوماندان د دې وړتیا ونه لري چې د ډول ډول وسلو ټولګیو تر منځ همغږي رامنځته نه شي کړای، په هېڅ صورت به بریا د داسې قوماندان په برخه نه وي.

 په جګړه کې که چېرې قوماندان زړور او له مخکې ښه روزل شوی وي، دا تفاوت نه کوي چې دی د واړه او یا ستر جزوتام قومانداني کوي. د دوه جنګیالیو، د یوه ډلګي، د ټولي، کنډک، لوا، فرقې، قول اردو او د اردو قوماندانۍ د روزل شوي قوماندان له پاره تفاوت نه لري، تفاوت مخکې له مخکې د قوماندان په روزلو او ټاکلو کې دی.

نظم او ډسپلين د جګړې په ګټلو کې مرسته کوي. په جګړه کې نظم او ډسپلين دې ته وايي چې بې له کومې پلمې د مقام له مخې کشران د مشرانو اطاعت وکړي او هره قومانده يې د ځان له پاره قانون وګڼي، په هغه صورت کې د قوماندان له پاره د یوه ستر جزوتام اداره کول او سوق کول داسې وي لکه د يوه ډلګي یا يوه بلوک اداره کول او سوق کول.

دا هر څه په قوماندان پورې اړه لري، که قوماندان پر ځای سختګیر او باډسپلينه وي، مادونان به يې هم با ډسپلینه وي او د خپل قوماندان هره قومانده به د زړه له تله اجرا کوي او له هر ډول پلمو به ځان ساتي.

که قوماندان ښه پوځي وړتیا ولري د خپلو جنګیالیو او د جزوتامونو د قوماندانانو د وړتیا په پېژندلو کې له مشکل سره نه مخ کېږي او هر چا ته د هغه له وړتیا سره سمه دنده سپاري. د ښکار له پاره ښکاريان تازي روزي او د رمو د ساتلو له پاره بیا کوټه سپي په کار وي.

هوښیار قوماندان هم زړورو جنګیالیو ته د برید، احتیاط کارو جنګیالیو ته د دفاع، ډېر هوښيارو جنګیالیو ته د ښوونې او روزنې چارې سپاري او له هغه چا چې هېڅ وړتیا او استعداد نه لري، هېڅ دنده نه غواړي.

په پوځي هنر پوه قوماندان تل د دښمن په تېر ایستلو کې پوره مهارت لري، چې نږدې وي ځان ليرې او چی لیرې وي ځان نږدې ښيي، خپل اصلي ځواک فرعي او فرعي ځواک اصلي ښکاره کوي.

 په جګړه کې د فرعي او اصلي ځواکونو یا په بل عبارت له ځواکمن قوت او له مرستندويه ځواک په سمه توګه ګټه پورته کول یوازې د ښې پوځي وړتيا قوماندان له وسه پوره وي.

د قوماندان وړتیا دې ته نه وايي چې د دښمن د ګوزار په تمه وي بلکې قوماندان باید د باز یا شاهین په څېر په مناسب وخت پر دښمن برید وکړي، لکه چی باز په يوه حرکت د خپل ښکار ملا ور ماتوي، قوماندان هم باید په يوه قوي ګوزار د دښمن اصلي ځواک دړې وړې کړي.

په جګړه کې ظاهري بې نظمي د دښمن په تېر ایستلو کې مرسته کوي او دا کار يوازې په پوځي هنر پوه قوماندان له لاسه پوره وي، په دې سره قوماندان کولای شي چې دښمن په جال کې راګير او په اسانه يې مات کړي.

پايله دا چې هوښیار، زړور او په پوځي دوکتورینو پوه قوماندان د دښمن له پاره د هغې پيشو په څېر وي چې د زرګونو موږکانو د سوري پر سر ناسته وي او يو موږک هم د دې توان نه لري چې له خپل سوري څخه بیرون شي او یا د هغې کلوله ډبرې په څېر وي چې د غره له سره د غره تر بېخه د هېڅ ډول خنډ پروا نه لري او یا د هغه زمري په مثال وي چې کله د ګودر پر غاړه ولاړ وي په زرګونو غرڅه او هوسۍ ګودر ته د ورتللو جرئت نه کوي، که له تندې هم مړي شي.

اوس مهال چې افغانستان له ستر بحران څخه تېرېږي، له شلو څخه په زيات شمېر تروریستي ډلې د هېواد په ويجاړولو او د هېوادوالو په وژلو بوختې دي، په داسې حالاتو کې د واکمنانو له پاره ډېره اړينه ده چې د قوماندانانو په روزلو، پېژندلو او ټاکلو کې بشپړه پاملرنه وکړي، پر هېواد مئين، خلکو ته وفادار او په پوځي هنر پوه قوماندانانو ته له وږو لېوانو څخه د هېواد د ژغورلو دنده وسپاري.

1 COMMENT

  1. موږ چې د مکتب شاګردان وو نو معلم صیب به ویل:

    نقل کوونکی او نقل ور کوونکی دواړه ناکاموم!

    دالاندي خبره خو د چنايي جنرال SUN ZIS ده چې تر ۲۰۰۰ کاله زیات عمر ورباندي تیر شوی، نو ته یې ولي په ځان پوري تړې؟؟؟؟؟
    دغسي یو څو نوري د ناپلیون او نورو غربي جګړه پوهانو، که غواړي نومونه به یې له ګوګل څخه درته را کښ کړم!!!!!

    ((په پوځي هنر پوه قوماندان تل د دښمن په تېر ایستلو کې پوره مهارت لري، چې نږدې وي ځان ليرې او چی لیرې وي ځان نږدې ښيي، خپل اصلي ځواک فرعي او فرعي ځواک اصلي ښکاره کوي.))

    د Copy Raight فرهنګ مه تقویه کوئ، هسي هم زموږ ځوانان پکي غرق دي.

    که تاسو پخپله یا تاند کمنټ ړنګ کړ نو ودي شي چې فیسبوک ورباندی خبر کړم په غرب کې سړی په دې کار محکمه کیدای شي!!! وادي وریده جندرال صاحبه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب