Homeخبرونهننګرهار کې د داعش ډلې یو جلاد نيول شوی

ننګرهار کې د داعش ډلې یو جلاد نيول شوی

تاند (دوشنبه، د دلوې ۱۳) د ننګرهار امنیتي چارواکي یاد ولایت کې د داعش ډلې د یوه مهم غړي، چې پخوا یې دولتي کارکوونکي او عام وګړي په بې رحمۍ حلالول، د نیول کېدو خبر ورکوي.

د دغه ولایت د رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ځانګړو ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ د ګرټک سیمې د توري بابا په کلي کې تېره شپه عملیات کړي چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې دا جلاد نیولی دی.

خبرپاڼه وايي، نیول شوي کس څو تنه دولتي کارکوونکي هم په بې رحمه ډول حلال کړي وو.

د ننګرهار د رسنیو دفتر خبرپاڼه دغه راز زیاتوي چې نیول شوي کس اوس هم په مخفي ډول د داعش ډلې د ورانکاره کړنو زمینه سازي په غاړه لرله.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې د ملی امنیت ځواکونو د داعش ډلې د غړیو د نیولو لپاره عملیات چټک کړي او په ترڅ کې یې وړمه شپه هم په چپرهار ولسوالي کې د دې ډلې د مطبوعاتو د غړي په ګډون دوه کسه نیولي دي.

چپرهار د جلال اباد د لوېدیځ په ۲۰ کیلو مترۍ کې پرته ولسوالي ده چې په پخوا پکې د د اعش وسلوالې ډلې حضور خورا پراخ وو خو اوس پکې د دې ډلې خوځښتونه له منځه وړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...