شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د ټي ټېن لیګ دوهمه ورځ او د افغان لوبغاړو فعالیت

د ټي ټېن لیګ دوهمه ورځ او د افغان لوبغاړو فعالیت

تاند (شنبه، د دلوې ۱۱) د ټي ټېن سوداګریز لیګ چې د جنوري په ۲۸مه  د اتو لوبډلو ترمنځ د متحده اماراتو ابوظبۍ شیخ زاید لوبغالي کې پيل شوه په کې شاوخوا ۱۶ افغان لوبغاړي له بېلابېلو لوبډلو سره لوبېږي.

د روان لیګ په دوهمه ورځ درې لوبې ترسره شوې چې په ټولو لوبډلو کې افغان لوبغاړو شتون درلود.

لومړۍ لوبه:

لومړۍ لوبه چې جمعه مازدیګر ترسره شوه د پوني ډیویلس لوبډلې لپاره ځوان لوبغاړی درویش رسولي ولوبید او په ون ډاون مقام کې يې په ۲۴ توپونو ۳۹ منډې جوړې کړې.

رسولي ښه وځلېد خو د قلندر لوبډلې لپاره بیا عظمت عمرزي یواځې یو اور ترسره کړ او ۱۷ منډې يې ورکړې او په وېکېټ اخېستلو بریالی نه شو.

دوهمه لوبه:

دوهمه لوبه کې د ماراټا لوبډلې لپاره جاوید احمدي د یو ورځنیو لوبو په څېر توپ وهنه ترسره کړه چې په ۱۹ توپونو يې ۲۴ منډې جوړې کړې خود همدې لوبډلې لپاره بل افغان لوبغاړی یمین احمدزي بیا د رحمان الله ګربز وېکېټ ترلاسه کړه.

رحمن الله ګربز د تېرې سیالۍ په خلاف نن ښه ونه ځلېده او په څلورو منډو يې خپله وېکېټ یمین ته پرېښوده.

که څه هم محمد نبي ته د توپ اچونې او توپ وهنې موقع په لاس ورنغله خو د لوبې پرمهال يې دوه کېچونه ترلاسه کړل.

دريمه لوبه:

په درېيمه لوبه کې د ابوظبۍ لپاره دوه افغان لوبغاړي ولوبیدل نجیب الله ځدراڼ په ۳ توپونو ۴ او نوین الحق بیا په ۴ توپونو ۴ منډې جوړې کړې خو په توپ اچونه کې يې په دوه اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې او وېکېټ يې ترلاسه نشوه کړای.

بل لور ته بیا د ډکن لپاره په توپ وهنه کې محمد شهزاد په ۱۴توپونو د درې څلوریزو او یوې شپږیزې پر مټ ۲۱ منډې جوړې کړې.

نن هم په دغه لیګ کې درې سیالۍ ترسره کیږي او ګڼ افغانان به پکې ولوبیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب