شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپولیسو د قومندان علي ‌پور ۶۸ کسیزه وسله واله ډله نیولې

پولیسو د قومندان علي ‌پور ۶۸ کسیزه وسله واله ډله نیولې

تاند( شنبه، د دلوې ۱۱) کورنیو چارو وزارت وایي، په میدان وردګو ولایت کې د علي‌ پور نامسؤوله وسله‌ والو پرون د یاد ولایت د بهسودو ولسوالي مقام مخ ته راټول شوي وو، په عامو خلکو او پولیسو یې ډزې کړي، چې په ترڅ کې یې ۹ نامسؤوله وسله وال وژل شوي،۷ تنه یې ټپیان شوي او ۶۸ تنه یې نیول شوي دي.

د یاد وزارت ویاند طارق ارین وایي، د علي ‌پور اړوند نامسؤول وسله ‌والو په سیمه کې د پولیسو فعالیتونو ته خنډونه جوړ کړي وو.

نوموړي پر خپله ټويټر لیکلي: ((د میدان وردګ امنیه قوماندانۍ د لومړۍ او دویمې حصې بهسودو ولسوالیو لپاره نوي امنیه قوماندانان ټاکلي، خو د علي ‌پور کسانو په دې سیمو کې د امنیتي ځواکونو او پولیسو د حضور په وړاندې خنډ جوړ کړی.))

نښتو کې د سیمې پنځه اوسېدونکي او پولیس هم ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادې موضوع د څېړلو لپاره یې یو پلاوی هلته استولی دی، ترڅو یاده پېښه په سم ډول سره وڅیړي.

د مالوماتو له مخې، علي‌ پور نږدې۵۰۰ خپل سري وسله وال لري چې وخت ناوخت په ولسي وګړو او ان پر پولیسو بریدونه کوي، واړه ماشومان یې مسلح کړي او له خلکو باج اخلي.

د یاد ولایت اوسیدونکو په بار – بار له حکومت غوښتنه کړې، چې د علي پور له شره دې وژغوري، خو لا هم د نوموړي د نیولو په اړه حکومت کوم غبرګون نه دی ښوودلی.

علي پور څخه موده وړاندې په حصه اول بهسودو ولسوالي کې د ملي پولیسو پر پوسته وسله وال برید کړی و، چې د پولیسو یو شمیر وسلې او ټانګونه یې هم له ځان سره وړي وو.

د نوموړي په څير د هېواد په شمالي ولایتونو کې یو شمیر نور خپل سره او غیرمسؤول وسله وال هم شته، چې کله – کله د افغان حکومت پر وړاندې دریږي او د حتی د پوځ د کارونو پر وړاندې خنډونه جوړوي خو د کارپوهانو په باور، د نیولو او زنداني کولو په پار یې ځکه عملي اقدامات نه کیږي، چې د حکومت په دننه کې یې لوړپوړي چارواکي ملاتړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب