شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونههلمند کې د طالبانو د پوځي کمیسون مسوول په ګډون ۳۳ طالب...

هلمند کې د طالبانو د پوځي کمیسون مسوول په ګډون ۳۳ طالب جنګیالي وژل شوي

تاند (شنبه، د دلوې ۱۱) د افغانستان ملي دفاع وزارت خبر ورکوي چې د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اړوند سیمو کې افغان ځواکونو د طالبانو پر پټنځایونو عملیات کړي او په ترڅ کې یې یادې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره هوایي ځواک هم ملتیا کوله.

خبرپاڼه وايي، په ترسره شویو عملیاتو کې د وسلوالو طالبانو د پوځي کمیسیون مسؤل عبدالولي مشهور په مجاهد، د ناوې ولسوالۍ د طالبانو د سرې قطعې مرستیال مولوی عتیق الله مشهور په بلال او د نوموړي ګروپ د یو مهم قوماندان عبدالخالق مشهور په مولوي حاجي اکا په ګډون ۳۳ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د یادو عملیاتو پر مهال د طالبانو ۳ عرادې وسایط او ۲۸ میله بیلا بیلې وسلې هم د هوایی بریدونو په ترڅ کې له منځه وړل شوي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو د دفاع وزارت د دې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب