شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+ټي ټېن لیګ کې د شهزاد اړوند لوبډلې بریا خپله کړه

ټي ټېن لیګ کې د شهزاد اړوند لوبډلې بریا خپله کړه

تاند ( شنبه، د دلوې ۱۱) د متحده عربي اماراتو په سوداګریزو لس اوره سیالیو په ۶مه لوبه کې ډګن ګلیډیټرز لوبډلې د نجیب الله ځدران اړوند ابوظبي لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.

لوبه ابوظبي لوبډلې پیل کړه چې په ټاکل شویو لس اورونو کې د نهو ویکټو په زیان ۹۵ منډو هدف وټاکه.

په توپ وهنه کې کلارک ۲۱ لوکراټ ۲۵ چپ لاسي افغان توپ وهونکې نجیب الله ځدران یوازې څلور منډې جوړې کړې.

په دوهمه پاڼۍ کې د ډکن ګلیډیټرز لوبډلې د یوې جالبې لوبې ورورسته د لوبې په وروستي اورکې د پولارډ ۲۴ او د ډلپورټ ۴۰ چټکو منډو پرمټ په شپږو ویکټو لوبه وګټله.

یاده دې وي چې نن د جنورۍ میاشتې په ۳۰مه نېټه په یاد لیګ کې درې سیالۍ ترسره کیږي چې لومړۍ لوبه به د افغانستان په وخت څلور نیمې بجې پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب