شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبانو ته د ولسمشر غني د استعفا په هکله د افغان حکومت...

طالبانو ته د ولسمشر غني د استعفا په هکله د افغان حکومت ځواب

تاند (جمعه د دلوې ۱۰) د افغانستان حکومت وايي د ولسمشر دوره اساسي قانون ټاکلې ده او محمد اشرف غني به د خپلې پینځه کلنې دورې تر بشپړېدو وروسته واک هغه چاته وسپاري چې د افغانانو د رایو پر اساس وټاکل شي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه دغه څرګندونې د طالبانو د هغو خبرو په ځواب کې کړي چې ویلي یې دي، دوی سولې ته حاضر دې، خو ولسمشر غني دې استعفا ورکړي، تر څو د سولې خبرو پر وړاندې خنډونه ختم شي.

د طالبانو د مرکچي او سیاسي دفتر پلاوي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی د یوه پلاوي په ملتیا روسیې ته تللی او هلته یې له روسي چارواکو سره تر خبرو وروسته نن په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، که ولسمشر اشرف غني همدا نن استعفا ورکړي، دوی سولې ته حاضر دي.

ستانکزی وايي، د سولې لپاره یواځیني خنډ د ولسمشر غني حکومت دی او د امریکا او طالبانو ترمنځ په شوي تړون کې د نوي اسلامي حکومت په تړاو ویل شوي او باید د دې هوکړې له مخې په افغانستان کې نوی حکومت رامنځته شي.

نوموړی زياتوي: «د بهرنيو ځواکونو په شتون کې موږ وسله پر ځمکه نه شو ایښودلی. که همدا اوس اشرف غني له جنګه لاس واخلي او ووايي چې زه استعفا کوم او د نوي حکومت لپاره د سولې قرباني ورکړي…. په همدې دلیل هم مذاکرات کوو.»

خو د ده په خبره، اشرف غني هڅه کوي خپل واک ته دوام ورکړي، که په يوه نظام توافق ته ورسېږو، اوربند کېږي.

د هغه په وینا، دوی داسې حکومت غواړي چې د افغانانو اکثريت يې غواړي، د ټولو په ځانګړي ډول د ښځو حقونه به په کې خوندي وي، د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه به کوي، د جعفریه فقهې ټولو اصولو ته به احترام لري او د دې مذهب پیروان به په راتلونکي کې په خپلو ټولو مذهبي چارو کې ازاد وي.

هغه وویل، طالبان له القاعده ډلې سره اړیکې نه لري او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې هېڅ بهرنی وګړی د دوی په لیکو کې نشته.

خو د امریکا د دفاع وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي چې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو او له القاعده ډلې سره د اړیکو پرې کولو په اړه خپلې کړې ژمنې لا هم نه دي عملي کړي او دا د دې لامل شوی، تر څو د سیاسي هوکړې له مخې حل لار سخته شي.

شېر محمد عباس ستانکزي پر افغان حکومت تور پورې کړ چې د سولې خبرو پر وړاندې خنډونه جوړي او نه غواړي چې افغانان یوې تلپاتې سولې ته ورسېږي، خو د افغان حکومت مرکچي پلاوي غړیو بیا ویلي چې طالبان په دویم پړاو مذاکراتو کې د خبرو مېز ته نه حاضرېږي.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې ولسمشر اشرف غني هم له «سي این این» خبري شبکې سره په یوې مرکې ویلي و چې له ټاکنو پرته به واک بل چاته انتقال نه کړي.

د نوموړي په وینا، د طالبانو ځان غوښتنه به د سولې پر روان بهیر منفي اغېز وکړي.

ولسمشر غني زیاته کړې چې افغان ټولنه شاتګ نه غواړي او په وینا یې هغه ټولنه نه ده چې د طالبانو پخوانۍ تګلاره ومني.

6 COMMENTS

  1. طالبان او پنجابیان ولې له ښاغلي محمداشرف غني نه ویره لري؟
    وایی ، یوه سړي په لاره مڼه خوړله ، یو بل لاروی مخې ته ورغی ، ده ته یې وویل چې دا څه رذالت دی ؟ په لاره روان او مڼه خورې ، ایسته یې واچوه .
    ده ورته وویل ، چې مڼه ایسته واچوم چې ته یې واخلې او ویې خورې ؟
    لاروي ورته وویل : اوس چې پوه شوې ، لږ راکړه.
    طالبان اصلا د قدرت وږي دي . که ښاغلی ولسمشر استعفی ورکړې ، واک دوی ته تسلیم کړې رښتیا هم نور جنګ ته هېڅ پلمه او بهانه نشته. بیا به هماغه خرک او هماغه درک وي . ملا شیری عباس به وي او پنجابیان چې د افغانستان په دولت کې به مشاورين او آمرین وي .
    د یوشخص استعفی ممکن عادي او ساده خبره وي ، اما پایلې یې یوه خوار ، جنګ ځپلي ملت ته ډېرې درنې تمامېدلای شي.
    له پخواني ولسمشر شهید دوکتور نجیب الله نه هم یو شمېر کورنیو تش په نامه سیاسونو او نړیوالو د استعفی غوښتنه کوله چې قرباني ورکړي . هغه دا شهامت وکړ. واک یې د خپلو مرستیالانو له لارې د پېښور او اسلام برباد ساخت « جهادي شورا » ته وسپاره. په نتیجه کې د قدرت نویو نادیده ګانو په خپلو منځونو کې زمونږ په هېواد کې د واک په سر داسې انډوخر جوړ کړ چې تاریخ یې په لیکلو شرميږي .
    یواځې په کابل ښار کې تر اویا زرو زیات بېګناه انسانان ووژل شول . سل کلنه ملي اردومنحل اعلان شوه ، له 4500 نه زیاتو مدرنو ټانکونو زرګونو شوبلو او زرهدارو ، تر 700 زیاتو الوتکو ، د سکات ، لونا ، اوراګان او نورو میلیونونو وړو او درنو وسلو داسې معامله وشوه چې یو کوچنی ماشوم به یې ونکړي. په پای کې مجاهدین کرام د کولاب او ایران خواته وتښتېدل، ځای یې د ماقبل التاریخ یا په بل عبارت د حجر د دورې انسانانو ته په لاس کې ورکړ چې تر نن پورې په افغانستان کې نه ښوونځی پرېږدي ، نه پل ، نه جومات ، نه روغتون . نه انسانیت پېژني ، نه حقیقي اسلام . د پنجاب ، ایران ، روس خبرو او مشورو ته وفاداره دي او د پنجابي مشر عمران خان هدایتونه یو پربل پسې عملي کوي ، د افغانستان د مشرانو استعفی غواړي . ملا صاحب لومړی په دوحه کې ستاسو په خبره په نوي حکومت یوه توافق ته ورسېږئ ، اوربند وکړئ ، د راتلونکې افغانستان په هکله یوسیاسي او افغاني توافق وکړئ بیا که چا استعفي ونکړه بیا به تاسې حق پرجانب اوسئ. اوبو ته نارسېدلي ، خپلې موزې مه باسئ .

  2. اخر ترينه وويل شول . اگاغه د دداکتر نجیب د وخت تکرار ته گرزی تر سو ددوی باداران خوشحال او افغانستان یو وار بیا ددوی په غو.. مردار شی خدای مو وشرموه .

  3. پاکستانيان وايې مونږ به د غني حکومت داسې نسکور کړو لکه د ډاګتر نجيب الله حکومت مو چې نسکور کړ اوس يې هم ويډيوګانې په facebook چليږي

  4. In20 years war talibs can not take power.. but how this possible gave power free to talibs.this dreem is wrong.now afghan are smart.they will never leve land to enemy. Always be united afghans

  5. ورونو او دوستانو،
    دا د ملا عباس درخواست دی. ملا عباس دوس د لعین شیطان اولاد او نماینده دی. دی د پاکستان په کنارابونو او موردګاو خانو کې لوی شوی. هر ځل ددې حرموني له خولې د پاکستان د حکومت آواز راپورته کېږي. دا موردګاو تر شاه شجاع او کارمل هم ټیټ او سپک دی. زه والله که ترې ګله هم ولرم. له موردګاوي بل بد عمل نشته. وطن ناموس او مور دی. او دا د ابلیس اولاد خپل ناموس او مور په داسې شوق او ذوق او په وياړ په پاکستان خرڅوي چې په تاريخ کې څاری نه لري. لعنت د پر دې بې غیرته او بې همته حیوان وی. تف لعنت د وي پر هغو چې له داسې بې غېرته او ناموس پلورونکی سره ګرځي. ولسمشر اشرف غني په افغانانو تر ځان هم ګران دی او یو منتخب ولسمشر دي. انشالله چې تور مخي پنجابیان او د هغوی مزدوران به دا خیال له خیره سره ګور ته یوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب