Homeخبرونهوحید مجروح د عامې روغتیا وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو

وحید مجروح د عامې روغتیا وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو

تاند (جمعه د دلوې ۱۰) ولسمشر غني د عامې روغتیا وزارت مرستیال ډاکټر وحید مجروح د دغه وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وايي، د دې لپاره چې د دغه وزارت کارونه له خنډ او ځند سره مخامخ نه شي، ډاکټر وحید مجروح د عامې روغتیا وزارت سرپرست وټاکل شو او د دغه وزارت چارې به پر مخ وړي.

ښاغلي مینه پال نن جمعه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: « دنوي کاندید وزیر ترټاکلو  پورې، ولسمشر دیو حکم پراساس ډاکتر وحید مجروح دعامي روغتیا وزارت سرپرست کړ.»

وحید مجروح تر دې مخکې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو وړاندی کولو د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې ملي امنیت او لويې څارنوالۍ د عامې روغتيا د پخواني وزیر احمد جواد عثماني څلور نژدې خپلوان د رشوت اخیستلو په تور ونیول.

د رشوت په تور د جواد عثماني د څلورو خپلوانو تر نیول کېدو وروسته نوموړی د ولسمشر د حکم پر اساس له دندې ګوښه شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...