شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهعباس ستانکزی: ولسمشر غني دې د سولې لپاره استعفا وکړي

عباس ستانکزی: ولسمشر غني دې د سولې لپاره استعفا وکړي

تاند (جمعه د دلوې ۱۰) د وسلوالو طالبانو د مرکچي پلاوي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي، ولسمشر اشرف غني دې دسولې لپاره استعفا وکړي، بالاخره به د خبرو په نتیجه کې پر یوه نوي حکومت موافقه ترسره شي.

نوموړي روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې نن یو خبري کنفرانس ته خبرو کې ویلي، د امریکا او طالبانو ترمځ تړون کې د نوي اسلامي حکومت په تړاو ویل شوي او باید د دې تړون له مخې هلته نوی حکومت رامنځته شي.

ستانکزي له القاعده ډلې سره د طالبانو اړیکې رد کړي او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان کې هېڅ بهرنی وګړی د دوی په لیکو کې نشته او امریکا تر اوسه القاعده سره د اړیکو په تړاو ورته هېڅ سند نه دی وړاندې کړی.

نوموړي دغه راز پر افغان حکومت تور پورې کړی چې د سولې خبرو پر وړاندې خنډونه جوړي او نه غواړي افغانستان کې سوله راشي.

د ستانکزي په وینا، ولسمشر غني د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي ته واک نه دی ورکړی او غواړي له دې لارې د خپل حکومت موده اوږده کړي.

خو له دې وړاندې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي غړیو طالبان تورن کړي وو چې د دویم پړاو مخامخ خبرو ته نه حاضرېږي.

د افغان حکومت مرکچي پلاوي غړي محمد نادر نادري ویلي وو، نهه ورځې کېږي چې طالبان خبرو ته نه دي حاضر شوي، موږ د اوربند موضوع ته لومړيتوب ورکو، خو طالبان بیا د اوربند موضوع وروستۍ بولي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د امریکا دفاع وزارت ویلي، طالبانو د تاوتریخوالي کمولو او له القاعده ډلې سره د اړیکو پرې کولو په اړه خپلې کړې ژمنې لا هم نه دي عملي کړي او دا د دې لامل شوې تر څو د سیاسي هوکړې له مخې حل لار سخته شي.

د پنټاګون ویاند جان کربي په خپله لومړۍ خبري غونډه کې ویلي، طالبان په دوحې تړون کې د کړو ژمنو عملي کولو برخه کې پاتې راغلي، خو امریکا لاهم دې تړون ته ژمنه ده.

5 COMMENTS

  1. څه د خدای بی ویجدانه او بی ایمان خلکو سره د افغانستان د خلکو سر دی. دا په سلهاو خلک صرف د غني لپاره وژنی نو دا خو بیا سلام نشو.
    دا ستاسو د بادارانو فرمایش دی هغه ځکه چی له غني له راتګ سره په یو ډیره حده افغانستان د پنجاب له محتاجی خلاص شو او په میلونونو تاوان یی ولید او بله دا چی غنی غواړی خپلی اوبه کنترول کړی.
    د ټولو ګټو ته ژمن اما خپل وطن په بمونو ورانوي. دی ته وای د ټالیب جهاد. شرم هم حد لری

  2. طالبان او پنجابیان ولې له ښاغلي محمداشرف غني نه ویره لري؟
    وایی ، یوه سړي په لاره مڼه خوړله ، یو بل لاروی مخې ته ورغی ، ده ته یې وویل چې دا څه رذالت دی ؟ په لاره روان او مڼه خورې ، ایسته یې واچوه .
    ده ورته وویل ، چې مڼه ایسته واچوم چې ته یې واخلې او ویې خورې ؟
    لاروي ورته وویل : اوس چې پوه شوې ، لږ راکړه.
    طالبان اصلا د قدرت وږي دي . که ښاغلی ولسمشر استعفی ورکړې ، واک دوی ته تسلیم کړې رښتیا هم نور جنګ ته هېڅ پلمه او بهانه نشته. بیا به هماغه خرک او هماغه درک وي . ملا شیری عباس به وي او پنجابیان چې د افغانستان په دولت کې به مشاورين او آمرین وي .
    د یوشخص استعفی ممکن عادي او ساده خبره وي ، اما پایلې یې یوه خوار ، جنګ ځپلي ملت ته ډېرې درنې تمامېدلای شي.
    له پخواني ولسمشر شهید دوکتور نجیب الله نه هم یو شمېر کورنیو تش په نامه سیاسونو او نړیوالو د استعفی غوښتنه کوله چې قرباني ورکړي . هغه دا شهامت وکړ. واک یې د خپلو مرستیالانو له لارې د پېښور او اسلام برباد ساخت « جهادي شورا » ته وسپاره. په نتیجه کې د قدرت نویو نادیده ګانو په خپلو منځونو کې زمونږ په هېواد کې د واک په سر داسې انډوخر جوړ کړ چې تاریخ یې په لیکلو شرميږي .
    یواځې په کابل ښار کې تر اویا زرو زیات بېګناه انسانان ووژل شول . سل کلنه ملي اردومنحل اعلان شوه ، له 4500 نه زیاتو مدرنو ټانکونو زرګونو شوبلو او زرهدارو ، تر 700 زیاتو الوتکو ، د سکات ، لونا ، اوراګان او نورو میلیونونو وړو او درنو وسلو داسې معامله وشوه چې یو کوچنی ماشوم به یې ونکړي. په پای کې مجاهدین کرام د کولاب او ایران خواته وتښتېدل، ځای یې د ماقبل التاریخ یا په بل عبارت د حجر د دورې انسانانو ته په لاس کې ورکړ چې تر نن پورې په افغانستان کې نه ښوونځی پرېږدي ، نه پل ، نه جومات ، نه روغتون . نه انسانیت پېژني ، نه حقیقي اسلام . د پنجاب ، ایران ، روس خبرو او مشورو ته وفاداره دي او د پنجابي مشر عمران خان هدایتونه یو پربل پسې عملي کوي ، د افغانستان د مشرانو استعفی غواړي . ملا صاحب لومړی په دوحه کې ستاسو په خبره په نوي حکومت یوه توافق ته ورسېږئ ، اوربند وکړئ ، د راتلونکې افغانستان په هکله یوسیاسي او افغاني توافق وکړئ بیا که چا استعفي ونکړه بیا به تاسې حق پرجانب اوسئ. اوبو ته نارسېدلي ، خپلې موزې مه باسئ .

  3. اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
    سپین سترګي هم حد لري!!

    دا هغه منافقان دي چې د روسانو په وخت کې يي د امريکا په کومک نجيب کمونيست کړ،هر دولتي ورته کافر او مشرک وو ، عاډې مامور خو به چې په لاس ورغی پې جنګ به وو چې څوک يي مړ کړي،هر افغان ورته کمونيست وو چې ددوی توپک يي په
    اوږه نه وو. نن هم دغه رزيلان هر افغان په نښه کوي چې حکومت سره اړيکه لري، نه خوار ګوري نه ځوانان … خو بيا يي همدې مجاهدينو له روسانو سره تړونونه لاسلیک کړل. نن وینو چې طالبان هم د پخوانيو تنظيمونو نسل ده او دا کار کوي . مطلب کله چې مجاهلين او اولادونه یې خپله د روسانو ملګري او غلامي کوي نو دې کار ته سیاست وايي خو چې نور یې وکړي نو هغوی بیا کمونیستان شي.

    کله چې امریکا راغله نو ټالیب ټوپک ته لاس کړ او هر هغه کس به یې وژلو چې په حکومت کې به یې کار کولو او دا لړۍ همدا اوس هم روانه ده او د دوی توجې د قران له دغه ایت څخه وه.

    ? يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَىٰ أَوْلِيَاءَ ۘ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ ۗ إِنَّ اللَّـهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿٥١﴾ سورة المائدة

    ? ژباړه: اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو یهودیان او نصرانیان دوستان مه جوړوئ، د دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي او په تاسو كې چې چا له دوى سره دوستي وكړه، نو یقینًا هغه له همدوى څخه دى، بېشكه الله ظالم قوم ته نېغه لار نه ښیي.

    اوس چې دوی خپله د امریکایانو سره یارانه کوي نو دې کار ته بیا د سولې نوم ورکوي، خو چې د افغانستان حکومت یې ملګري وکړي نو هغوی بیا د یهودو او صلیبیانو نوکران شي؟

    ایا دغه ایت نور د تطبيق وړ نه دی او که دوی پرې نور ایمان او یقین نه لري؟؟؟

  4. ورونو او دوستانو،
    ملا عباس دوس د لعین شیطان اولاد او نماینده دی. دی د پاکستان په کنارابونو او موردګاو خانو کې لوی شوی. هر ځل ددې حرموني له خولې د پاکستان آواز راپورته کېږي. که دا د سپۍ بچی نه وي د افغانستان د بربادي خبرې به نه کوي. دا موردګاو تر شاه شجاع او کارمل هم ټیټ او سپک دی. زه والله که ترې ګله هم ولرم. له موردګاوی بل بد عمل نشته. وطن ناموس او مور دی. او دا د ابلیس اولاد خپل ناموس او مور په شوق او ذوق او په وياړ په پاکستان خرڅوي. لعنت د پر دې بې غیرته او بې همته حیوان وی. تف لعنت د وي پر هغو چې خپل له داسې بې غېرته او ناموس پلورونکی سره ګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب