شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ولسمشر غني د حکم په اساس د خوړو او درملو ملي...

د ولسمشر غني د حکم په اساس د خوړو او درملو ملي اداره جوړه شوه

تاند (جمعه د دلوې ۱۰) د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم په اساس د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره جوړه او ابراهيم شینواری يې د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې نن جمعه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د جمهوري ریاست د عالي مقام د فرمان په اساس، د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره رامنځته شوه او له دې وروسته به د مستقل بوديجوي واحد په توګه فعاليت کوي.

سرچينه زياتوي: « په دغه فرمان کې راغلي چې محترم ډاکټر محمد ابراهيم شينواری په خارج رتبه بست کې د دې ادارې د لوی رئیس په توګه ګومارل شوی دی.»

ابراهیم شینواري تر دې وړاندې د پوهنې وزارت د مرستیال په توګه دنده تر سره کوله.

د یادونې وړ ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ د تقنیني فرمان له مخې څو نوې ادارې رامنځته کړي چې ولسي جرګه یې د لغوه کېدو غوښتنه کوي.

ولسي جرګه د ولسمشر غني له لوري د نویو ادارو جوړول غیر قانوني بولي. د یو شمېر وکیلانو په باور د اداري واحدونو جوړول، تعدیل او یا لغوه کول ددې جرګې صلاحیت دی نه د ولسمشر.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب