یکشنبه, مې 19, 2024
Homeمقالېاسلامموږ ولی ناکامه یو!! || ژباړه: جاوید حیدرزی

موږ ولی ناکامه یو!! || ژباړه: جاوید حیدرزی

لیکنه: داکتر نثار احمد صمد

موږ وینو چې 21 پېړۍ د مسلمانانو له پاره د وژنو، وینو تويولو، ظلم ، ګناه او بې لارېتوب پېړۍ ده او د نړۍ په ګوټ – ګوټ کې غیر مسلمانان په مسلمانان، مسلمانان په مسلمانانو او د خپلوانو ظلم په خپلوانو په تیزۍ روان دی.

په دې جګړیز او خرابو شرایطو کې ځنې بې لارې، بی دینه او منافق کسان غواړي چې د خلکو په تېره بیا د مسلمانانو په ذهنونو کې داسې انګازې پیدا کړي چې اسلام واقعیت نلري، که خدای د مسلمانانو مرسته کوي؛ نو ولې مسلمانان په هر ځای کې شا ته پاته او ناکام دي؟ ولې په مسلمانانو تیری کیږي او په سپک نظر ورته کتل کیږي؟

چېرته دى هغه خدای چې له مسلمانانو سره مرسته وکړي او دوی وژغوري؟ ولې دومره دعاګانې او چیغې نه اورېدل کیږي؟

ځنې لار ورکي وايي چې خدای (ج) په قرآن کې ویلي چې موږ اسلام او مسلمانان پر باطل بریالي کړل؛ نو ولې نن هر څه چپه راوځي؟

آیا د خدای وعدې بدلې شوې؟ د دې راز جاهلانه پوښتنو ټول ځوابونه منفي دي.

هوکي، قرآن همغه قرآن دی، الله تعالی همغه سبحان و تعالی دی، رسول الله (ص) په خپل ځای دی او سنت د پخوا په شان سنت دي؛ خو دریو خبرو ته باید ځیر شو:

لومړی: مصیبت او ازموینه: الله پاک مسلمانانو ته ویلي چې: ستونزې، کړاوونه، فشار، مصیبتونه او …. په صبر وزغمئ!

خدای (ج) په دې اړه تاسې ازمایي، او اصلی بریالیتوب دی (البقره، 155 – 156، الکهف 7، الملک 2).

دوه يم: مسلمانان یو د بل وروڼه دي؛ خو د مشرکینو او کفاره وروڼه ندي، چې خدای د مسلمانانو ملګری او مرستندوی شي، هسې نه چې مسلمانان یو له بل سره دښمنې او د اسلام له دښمنانو سره ملګري او ورورولي وکړي(المایده 57، الحجرات 10، آل عمران 28).

درېیم: خدای (ج) د رښتینو مومنانو ننګه او مرسته کړي، نه له هغو سره چې وينا یې اسلامي؛ خو كړنې یې غیر اسلامي وي. د خدای وعدې له مسلمانانو سره واقعی دي نه له هغو کسانو سره چې د الله ځینېاحکام او اوامر مني او ډېر یې نه مني. ګورو چې همدا مسلمانان پخپله جنایت کوونکي او تباه کوونکي دي چې د دنیا لار یې نیولې ده. د الله (ج) وعده او مرستې له دې مسلمانانو سره نشته(البقره 85).

باید په دې پوه شو چې د الله (ج) مرستې او ننګه له هغو کسانو سره ده چې دین یې سل په سلو کې منلي وي. نه له هغو کسانو سره چې د دین هغه برخه چې د ده په خوښه وي، مني او هغه برخه چې ورته ستونزمنه ښکاري پریږدي، داسې کسانو ته بشپړ مومن نه ویل کیږي.

که د پیغمبر(ص) اصحاب كرام د ژوند په ډېرو ډګرونو کې بریالي وو او الله (ج) یې دعاوې ژر قبلولې؛ ځکه چې دوی بشپړ مومنان وو او د پیغمبر(ص) پوره اطاعت یې کاوه (البقره 208، آل عمران 119، التوبه 86).

اوس به د څو دقیقو له پاره ځان او د ننۍ پېړۍ مسلمانانو ته ځیر شو چې په کومه کچه مو د الله (ج) احکام عملي کړي دي؟ آیا زموږ ټول کارونه له قرآن او نبوي لارښوونو او سنتو سره برابر دي؟ آیا د رسول(ص) او د هغه د اصحابو كرامو په پل روان یو؟ او همداسې  سلګونه نورې پوښتنې چې ځواب یې (نه) دی. له همدې امله باید خجالت وباسو او دا ومنو چې موږ د رسول(ص) او د هغه د اصحابو كرامو په لار نه یو روان؛ نو آیا الله (ج)  به زموږ دعاوې ومني؟

د 21 پېړۍ مسلمانان هغه څه غواړي چې رسول الله (ص) او د هغه یارانو نه غوښتل، لکه د مال او دنیا مینه، د اولاد او ښځې مینه، د ګاډي، مقام، نوم، قوم، فحشاه او داسې نور چې د دې پېړۍ د مسلمانانو په زړونو کې یې ځای نیولی او د الله (ج)، رسول(ص) او اصحابو كرامو له پاره په كې هیڅ ځای پاته نه دى.

موږ دې نتیجې ته رسیږو چې په اسلام کې نه يوازې هيڅ ستونزه نشته، بلکې اسلام تل بریالی و او وي به. ستونزه په دې کې ده چې رښتیايي مسلمانان لږ دي؛ نو د الله (ج) وعدې زموږ په شان کسانو ته نه، د هغو کسانو له پاره دي چې د الله (ج)، د رسول(ص) او د هغه د اصحابو كرامو په شان وي. كه موږ ځانونه روحاً، ذهناً، قلباً او عملاً بدل نکړو، الله (ج) به مو تر ابده پورې بدل نکړي (الرعد 13)

د المومن 60 آیه داسې فرمایی چې: خدای له تا غواړي چې ته هغه وغواړې او هغه یاد کړې چې هغه ستا مرستندوی شي؛ یو کس له ابراهیم ادهم(رح) څخه پوښتنه وکړه چې موږ د دې آیت په لوستلو سره الله (ج) ته دعا کړو؛ خو زموږ دعاوې نه قبلیږي. ابراهیم ادهم (رح) په ځواب کې داسې وفرمایل:

1-    الله (ج)  ښه پېژنې؛ خو د هغه اطاعت نه کړې.

2-    قرآن لولی ؛ خو په هغه عمل نه کړې.

3-    شیطان ته بد وايې؛ خو د هغه په لار روان یاست.

4-    وایې چې له حضرت محمد (ص) سره ډېره مینه لرې؛ خو د هغه سنت نه په ځای کوې.

5-    له جنت سره ډېره مینه لرې؛ خو نه یې غواړې.

6-    د دوزخ له اوره وېریږې؛ خو ځانونه ځنې نه ژغورﺉ.

7-    وایې چې مرګ حق دی؛ خو د مرګ له پاره هیڅ تیاری نه لرې.

8-    د نورو خلکو عیبونه ښکاره کوې؛ خو خپل عیبونه پټوې.

9-    د خدای درکړې روزي ښه خورې؛ خو شکر نه باسي.

10-    مړي خښوې؛ خو عبرت نه اخلی.

نو څنګه مو دعا قبوله شي؟؟

رښتیا هم که موږ خپل ورځني ژوند ته وګورو، زموږ ټول کارونه له اسلام سره مخالف دي. همدا عامل دى چې د مسلمانانو دعا نه قبلیږی او ناکامه دي.

که د ابراهیم ادهم (رح) لارښوونو ته ځیر شو او هغه په ورځني ژوندانه کې پلې کړو، ان شاالله چې ورکه لار به بیا ومومو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب