Homeخبرونهاقتصادي خبرونهله افغانستان څخه چین ته، صادراتو کې ډېروالی راغلی

له افغانستان څخه چین ته، صادراتو کې ډېروالی راغلی

تاند (جمعه، د دلوې ۱۰) د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، په ۲۰۲۰ کال کې له افغانستان څخه چین ته د ۵۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي چې دا د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۸۶ سلنه زیاتوالی ښیي.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې په ۲۰۱۹ کال کې چین ته د افغانستان صادرات ۲۹ میلیونه ډالر و، خو په تېر ۲۰۲۰ کال کې دا کچه ۵۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

د سرچېنې د مالوماتو له مخې ، چین ته په صادر شویو توکو کې جلغوزې، مالوچ، وچه مېوه، قیمتي کاڼي او یو شمېر نور توکي شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د چین سربېره؛ له افغانستانه هند تاجکستان او ځینې نورو هېوادونو ته هم قیمتي کاڼي وچه او تازه مېوه او داسې نور توکي صادر شوي چې دې هڅې د افغان سوداګرو هېلې راټوکولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...