یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهاسلامي ګوند: حکومت انجنیر مؤحد د حکمتیار د خبرو په غچ کې...

اسلامي ګوند: حکومت انجنیر مؤحد د حکمتیار د خبرو په غچ کې پورته کړی دی

تاند (جمعه د دلوې ۱۰) د افغانستان د اسلامي ګوند سرچینې وایي چې افغان حکومت د حکمتیار له خوا په کابل هوایي ډګر کې د بې نوم او نښانه الوتکو د ښکته او پورته کېدلو د خبر د لوڅولو په بدل کې د دغه ګوند یو جیګپوړی غړی پورته کړی دی.

د اسلامي ګوند د رسنیو د څانګې یوه مسؤل محمد یونس فدا تاند ته وویل، حکومت د اسلامي ګوند مالي او اداري مسؤل نعمان مؤحد د حکمتیار د خبرو په غبرګون کې ورسره وړی دی.

ښاغلي فدا وویل: «وروسته له هغه چي د حزب اسلامي امير د کابل په هوايي ډګر کي د بي نشانه او بي لوګو الوتکو د ناستې او له لارې يي د ډالرو او طلا د قاچاق خبر ورکړ، حکومت يي په غچ او انتقام کي د حزب اسلامي د امير د مالې او اداري مسؤل انجينير نعمان موحد په کور بيګاه ۱۲ بجي چاپه وهلي او هغه يي له ځانه سره وړی دی.»

د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار تېره اونۍ خبر ورکړ چې د کابل نړۍ وال هوایي ډګر کې بې نومه او بې نښې الوتکې ښکته او پورته کېږي او په وسیله یې سره زر او ډالر قاچاق کیږي، خو ارګ او د ملکي هوایي چلند ادارې د هغه تور رد کړ او په ۱۳۷۰مو کالونو کې د رباني او حکمتیار د واکمنۍ دورې ته په اشارې یې وویل چې اوس هغه وخت نه دی چې د افغانستان الوتکې پاکستان ته په کباړ کې ولېږل شي یا په سوغات کې ورکول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب