Homeخبرونهد پنټاګون وروستیو څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

د پنټاګون وروستیو څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

تاند (جمعه، د دلوې ۱۰) طالبانو د امریکا هغې ادعا ته غبرګون ښکاره کړ چې ویلي یې دي، طالبان د تاوتريخوالي کمولو او القاعدې سره د اړيکو پرېکولو په ګډون له امریکا سره د سولې تړون کې پر خپلو ژمنو نه دې درېدلي.

خو طالبانو دا امریکا دا ادعا رد کړې او وایي، دوی د دوحې هوکړې ته په بشپړ ډول ژمن دي. د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، دوی د دوحې تړون ته بشپړه ژمنتیا لري او د تړون ټولې مادې یې عملي کړي دي.

هغه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د دوحې تړون عملي کول د روانې لانجې یوازنۍ حل دی او له امریکایي لوري یې غوښتي چې دوی هم دغه تړون مراعت کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وویل چې طالبانو د تاوتريخوالي کمولو او له القاعدې سره د اړيکو پرې کولو په ګډون د دوحې تړون کې پاتې راغلي او خپلې ژمنې یې ماتې کړي دي.

په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن بیګا شپه ولسمشر غني سره ټیلیفوني خبرې کړي او ویلي یې دي، زموږ ګډ هدف خپلواک، متحد او ډيموکراتيک افغانستان دی، د پایداره سولې او دايمي اوربند ټینګښت لپاره به په سيمه کې خپلو ډيپلوماتيکو هڅو ته دوام ورکړي.

د ارګ خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړي د بشري حقونو، ښځو حقونو او نورو ارزښتونو پر ساتنې او پياوړتیا د ټينګار تر څنګ د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو او همکاریو خبره کړې، ویلي یې دي چې ډېر ژر به د امریکا نوی ولسمشر جوبايډن ولسمشر غني سره ټیلفوني خبرې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...