شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامریکا وايي طالبانو د دوحې په هوکړه کې شوې ژمنې نه دي...

امریکا وايي طالبانو د دوحې په هوکړه کې شوې ژمنې نه دي پوره کړي

تاند (جمعه، د دلوې ۱۰) د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې پنج شنبه ناوخته د پنټاګون ویاند جان کربي ويلي چې طالبان د تاوتريخوالي کمولو او له القاعدې سره د اړيکو پرې کولو په ګډون د دوحې تړون کې شوې ژمنې نه دي پوره کړي.

کربي ویلي، د ولسمشر جو بایډن نوې اداره د سولې خبرو ته ژمنه ده خو طالبان باید خپلې ژمنې پوره کړي.

هغه دغه راز د طالبانو پر مشرانو غږ کړی چې د طالبانو له لوري د ژمنو نه عملي کېدل به د امریکا د حضور په تړاو پرېکړې سختي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د امریکا د نوي حکومت چارواکو ویلي وو چې له طالبانو سره شوې هوکړې بیا اروزي او ګوري چې طالبان څومره په خپلو ژمنو عمل کړی دی.

افغان حکومت هم د طالبانو د دې پرېکړې هرکلی کړی وو.
طالبانو که څه هم د امریکا د وروستیو څرګندونو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې یې ویلي وو چې، دوی په شوې هوکړه عمل کړی دی.

دوی له امریکا غوښتي وو چې د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب