شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکندهار کې د جګړو له وېرې زرګونه کورنیو خپل کورونه پريښي

کندهار کې د جګړو له وېرې زرګونه کورنیو خپل کورونه پريښي

تاند (جمعه، د دلوې ۱۰) د کندهار په مرکز او ولسوالیو کې له تېرو څو میاشتو راهیسې جګړې او نښتې روانې دي چې له امله یې زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو بېځایه شوې دي.

بې ځایه شوي خلک وایي د روانو جګړو له امله سلګونه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په جګړه کې بند پاتې ملکیان وايي، د جګړې یو لوري یې له کورونو سنګرونه جوړ کړي خو بل لوري یې بیا همدغه مېنې د هوايي او ځمکنیو بریدونو هدف ګرځولي دي.

بل لورته امنیتي چارواکي وايي، جګړه کې بریالي شوي او هغه پلانونه یې شنډ کړي چې د ولسوالیو له لارې د ښار د سقوط په هدف جوړ شوي وو خو لا هم جګړه روانه ده.

په ورته وخت کې د دفاع وزارت د پوځ لوی درستیز جنرال یاسین ضیا چې د کندهار د ارغنداب د جګړې مشري پر غاړه لري وايي، جګړه کې یې د ملکي وګړو خوندیتوب لومړیتوب دی.

سره له دې چې په دوحه کې د سولې روانو خبرو ته د عامو افغانانو هيلې ډېرې وې خو اوس لیدل کېږي خبره برعکس روانه ده او جګړه ورځ نه بلې ته تېزېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب