Homeخبرونهامریکا افغانستان نه د ځواکونو د ایستلو پر پرېکړه بیا کتنه کوي

امریکا افغانستان نه د ځواکونو د ایستلو پر پرېکړه بیا کتنه کوي

تاند ( چهارشنبه، د دلوې ۸) امریکایي رسنۍ وایي چې د دې هېواد د دفاع نوی وزیر افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پر پرېکړه بیا کتنه کوي.

د سرچینو د راپورونو له مخې لوید آسټین په پام کې لري چې په عراق او افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر او وضعیت په اړه ارزونه وکړي.

سرچینو د امریکا په دفاع وزارت کې سرچینو له قوله ویلي چې آسټین غواړي د ټرمپ دا پرېکړه هم و ارزوي چې د خپل واک په وروستیو ورځو کې یې له افغانستان او عراق د سرتېرو د ایستلو امر ورکړی.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند هم رسنیو ته ویلي چې په رسمي توګه په دې اړه اقدام نه دی شوی خو د پنټاګون نوې اداره به ارو مرو د سرتېرو د وضعیت په اړه خپله ارزونه ولري.

د ده په خبره د بایډن نوې اداره به هر څه په دقیقه توګه ارزوي په اړه به یې پرېکړه کوي او د امریکا د امنیت لپاره به هر اړخیزې هڅې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...