شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامریکا خپلو ښځینه پوځیانو ته د دندې پرمهال د آرایش اجازه ورکړه

امریکا خپلو ښځینه پوځیانو ته د دندې پرمهال د آرایش اجازه ورکړه

تاند ( چهارشنبه؛ د دلوې ۸) امریکا خپلو ښځینه پوځیانو ته د دندې پرمهال د آرایش کولو اجازه ورکړه.

د رسنیو د راپورونو له مخې پنټاګون اعلان کړی چې ښځینه پوځیانې کولی شي په شونډو او نوکانو رنګ ووهي، غوږوالۍ وکاروي او همداراز خپل وېښتان اوږده او یا هم لنډ کړي.

سرچینې وایي چې له دې وړاندې په امریکا کې ښځینه پوځیانو ته اجازه نه وه چې وېښتان لنډ او آرایش وکړي.

د معلوماتو له مخې دا لومړی ځل دی چې امریکا په پوځ کې ښځينه پوځيانو ته د آرایش اجازه ورکوي.

د یادونې ده چې تېره ورځ رسنیو داسې خبرونه هم خپاره کړل چې د امریکا نوې اداره غواړي د نرښځیانو پر وړاندې هغه بندیز چې په پوځ کې دنده نه شي ترسره کولی هم لرې کړي.

د ټرمپ د حکومت پرمهال د امريکا په پوځ کې نرښځيانو دنده نه شوای ترسره کولای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب