جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهناپېژاندو وسله والو هرات کې یو قومي مشر او دیني عالم وژلی

ناپېژاندو وسله والو هرات کې یو قومي مشر او دیني عالم وژلی

تاند ( چهارشنبه، د دلوې ۸) د هرات امنیتي چارواکي وایي ناپېژاندو وسله والوپه هرات ښارکې یو قومي مشر او دیني عالم وژلی دی.

ځايي امنیتي سرچینې وایي چې پېښه تېره شپه د هرات ښار نوآباد سیمه کې رامنځته شوې ده.

دوی وایي وژل شوی دیني عالم عبدالطیف معاذ نومېږي او د وژل کېدو لامل يې نه دی معلوم.

بل لورته بیا د وژل شوي دیني عالم نژدې خپلوان وایي چې بریدګرله برید وروسته تښتېدلي دي.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده بیا وايي چې یاده پېښه د هرات ښار یوولسمې ناحیې اړوند اسحاقزو سیمه کې رامنځته شوې.

نوموړی زیاتوي چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي څو عاملين یې ونیسي.

په دې وروستیو کې یوځل بیا په هېواد کې هدفي وژنې ډېرې شوي او عام خلک پر امنیتي چارواکو ځکه نیوکه کوي چې د دا ډول پېښو د عاملينو په نیولو نه بریالي کېږي.

دوی وایي له هرې پېښې وروسته امنیتي چارواکي د عاملینو د نیولو خبره کوي خوبیا هېڅ نه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب