جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا: پر طالبانو د امریکا له ګواښ ساتلو هېڅ اعتماد نشته

امریکا: پر طالبانو د امریکا له ګواښ ساتلو هېڅ اعتماد نشته

 تاند ( چهارشنبه، د دلوې ۸) د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر انتوني بلینکن وایي، پر طالبانو یې باور نشته چې امریکا دې له ګواښونو وساتي.

هغه تېره ورځ امریکا کې د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې ته د خبرو په ترڅ کې ویلي، چې طالبانو د دوی اعتماد له منځه وړی او واشنګټن نشي کولې پر دې ډله د امریکا د ګواښونو ساتلو باور وکړي.

نوموړي ویلي، القاعده سره د طالبانو پټې اړیکي او ددوی وروستئ کړنې دا په ډاګه کوي چې طالبان د اعتماد وړ ندي او دوی نشي کولې د داعش او یا القاعده له ګواښونو د امریکا د ساتلو باور پرې وکړي.

بلینکن دغه راز زیاته کړې چې له افغانستانه د امریکایي پوځیانو وتل د امریکا خپله پرېکړه ده او دې برخه کې امریکا د خپل امنیت ساتلو لپاره د پوځیانو وتل په شرایطو پورې تړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وینا، امریکا د خپلې بهرنۍ تګلارې پر بنسټ دې ته تیاره ده چې یوه اوږده جګړه د خبرو له لارې حل کړي، خو زیاتوي چې په هېڅ وجه به له شته لاس ته راړونو هم تېر نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د حکومت نوی ادارې خبر ورکړی چې طالبانو سره دوحه کې ترسره شوې هوکړه له سره ارزوي او دې برخه کې به له افغان حکومت سره په ګډه کار کوي.

1 COMMENT

  1. امریکا مردار دولت دی په تیره بیا چه بیا هغه زاړه خونخواران د اوباما له ځالی بیا راغلی.
    اوس به نو اوګورو چه هغوی بیا کومه مرداری شیندی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب