جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبشري حقونو کمېسیون: تیر کال کې ۸۵۰۰ملکیان وژل شوي

بشري حقونو کمېسیون: تیر کال کې ۸۵۰۰ملکیان وژل شوي

تاند (چهارشنبه، د دلوې ۸) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د جګړې له کبله په تېر کال کې ۸۵۰۰ ملکي وګړي وژل شوي، چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله پکې ۲۱ سلنه کم والی راغلی.

د بشري حقونو له کمیسون څخه په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې په تېر کال کې د جګړو له کبله ۵۵۹۳ نارینه، ۲۰۱۹ تنه ماشومان او ۸۴۳ ښځينه وو خپل ژوند بایللی.

یاد راپور زیاتوي، چې په قربانیانو کې ۵۳ سلنه یې د طالبانو،۱۵ سلنه د افغان امنیتي ځواکونو، ۵ سلنه د داعش او پاتې نور ۲۵ سلنه یې د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوي دي.

د یاد کمیسون د راپور له مخې روان کال هره ورځ په اوسط ډول ۸ ملکي وګړي وژل کیږي او ۱۵ نور زخمیان کیږي.
بشر حقونو کمیسون په داسې حال کې یاد راپور خپروي، چې افغان حکومت وايي، دوی د سولې لپاره تل پاک نیت ښودلی او له طالبانو سره هر وخت د سولې خبرو ته چمتو دي.

په همدې حال کې بیا افغان ولس له دواړو غاړو غواړي، چې تر هر څه ژر دې پر اوربند پریکړه وکړي او د سولې روانې خبرې باید له یوې ښې پایله سره پای ته ورسوي.

د مالوماتو له مخې، شاوخوا شل ورځې کیږي، چې افغان او طالب مرکچي پلاوي د قطر په دوحه کې د سولې دویم پړاو خبرې پیل کړي، خو د افغان پلاوي ویاند نادر نادري تیره ورځ پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل، چې له تیرو نهو ورځو راهیسې مقابل لورې خبرو ته چمتو والی نه لري.

ښاغلی نادري وروسته له هغې یادې څرګندونې کوي، چې د طالب پلاوي مشر او غړي تیره ورځ ایران هېواد ته رسیدلي دي، هغه څه چې په افغان حکومت، سیاسیونو او عامو خلکو ته یې پوښتنې راپیدا کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب