جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپاکستان، افغان سوله کې د خلیلزاد د ماموریت د دوام هرکلی کړی

پاکستان، افغان سوله کې د خلیلزاد د ماموریت د دوام هرکلی کړی

تاند (چهارشنبه، د دلوې ۸) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یوه خبري غونډه کې د بايډن له لوري د خلیلزاد د کار دوام ګټور اقدام بللی دی.

د قریشي په خبره دا په دې مانا ده چې امریکا افغان سولې ته ژمنه ده.

هغه ویلي ټول اړخونه په دې پوهېږي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده او په وینا یې پاکستان د امریکا له نوي حکومت سره د سولې په برخه کې همکاریو ته تیار دی.

پاکستان یو ځل بیا ځان افغان سولې ته ژمن بللی او په وینا یې په افغانستان کې د ثبات په راتګ سره به ټوله سیمه له ثبات برخمنه شي.

پاکستان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې لا یې هم د سولې په برخه کې پر همکاریو شک موجود دی او داسې انګيرل کېږي چې دغه هېواد یوازې د خپلو ګټو لپاره د سولې نمایشي هڅې کوي.

د یادونې ده چې تېره ورځ هم قریشي ویلي وو چې، د افغان سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت باید ضایع نه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري تېره ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې محمود قریشي له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره تلیفوني خبرې کړې دي.

قریشي ویلي چې دوی له افغان سولې سره بشپړې همکارۍ ته تیار دي او تمه لري چې د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه شي.

سرچینې ویلي وو دواړو لوریو همدا راز په سرحدي سیمو کې د ګډو بازارونو پر رامنځ ته کولو هم توافق کړی دی.

پاکستان ځلونه کېږي چې افغان سولې سره د ريښتینې همکارۍ ژمنې کوي خو، د عمل څرک یې نه لیدل کېږي.
عام افغانان وایي چې پاکستان تل خپلو ګټو ته ژمن پاتې شوی او افغان سوله کې یې ريښتینې همکاري یو خیال دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب