شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهروغتیا وزارت: که بې پامي وشي، د کرونا درېمه څپه هم راتلونکې...

روغتیا وزارت: که بې پامي وشي، د کرونا درېمه څپه هم راتلونکې ده

تاند( سه شنبه، د دلوې ۷) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبر ورکوي، که خلک طبي لارښوونې په سم ډول مراعت نکړي او بې پامې وکړي، نو لرې نده چې افغانان د کرونا د دریمې څپې ښکار شي.

عامې روغتیا وزارت د طبي سپارښتنو پر عملي کېدو د ټینګار سربېره؛ د هیواد ۶۰ سلنه نفوس ته د کرونا واکسینو د چمتو کولو له هڅو هم خبر ورکړ .

د یاد وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح چې نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، د ترسره شویو هڅو له امله، په لومړي ګام کې د هېواد له ۶۰ سلنه وګړو څخه د ۲۰ زرو هغوی لپاره د کرونا واکسینو سرچینې یې پیدا کړي دي.

مجروح وویل، د کرونا ویروس سرچینو ته اسانه لاسرسی چې په نړیواله کچه د بې وزله هېوادونو لپاره تشکیل شوې، د هېواد ۲۰ سلنه نفوس لپاره یې شاوخوا ۱۲۲ میلیونه ډالره مرسته کړې ده. هغه زیاته کړه، د ۲۰ سلنه نور نفوس لپاره هم ۶۰ میلیونه ډالر نړیوال بانک او د ۵۰ میلیونه نوورو ډالرو مرستې ژمنه د اسیا پراختیایي بانک کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په لومړي ګام کې به یاد واکسین روغتیایي کارکوونکو او هغو کسانو ته چې ډېر زیان منونکي دي؛ تطبیق شي.

په ورته وخت کې نن په کابل کې د اروپایي ټولنې استازولۍ اعلان وکړ چې له کرونا ویروس سره د مبارزې او د هغه د ټولنیزو او اقتصادي اغېزو د راټیټوالي لپاره، له افغانستان سره د ۳۵ میلیونو یورو مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کرونا وبا له کبله افغانستان سره د نړیوالو ټولنو له لوري ترسره شوې مرستې تر ډېره د اړوندو چارواکو د اخلاص ښکار شوې او اړمن یې لا هم له برخې محروم پاتې دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب