Homeخبرونهارزګان کې دوو چاودنو ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

ارزګان کې دوو چاودنو ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند (سه شنبه د دلوې ۷) د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د دوو چاودنو له امله څلور کسان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د راپورونو له مخې، لومړۍ چاودنه د موټر سایکل بم له امله رامنځته شوې او دويمه يې په هماغه ځاى کې د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله شوې ده چې دوه پوليس او دوه ملکي وګړي په کې وژل شوي، يو پوليس او ۷ ملکيان ټپيان شوي دي.

د ولایتي روغتون مشر امین الله توخي بیا وايي چې هغوى ته د پېښې له ځایه يو جسد او اته ټپیان ور وړل شوي چې دوه يې پوليس دي.

دا پېښه نن سه شنبه ماښام شاوخوا اته بجې د دې ولایت په مرکز ترینکوټ ښار د منار څلور لاري د ملي پوستې سره نږدې شوې ده، چې نوعیت یې لا معلوم نه دی.

د ارزګان امنیتي چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دغه پېښې مسولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...