Homeخبرونهولسمشر اشرف غني له بېل ګېټس سره خبرې کړي

ولسمشر اشرف غني له بېل ګېټس سره خبرې کړي

تاند (سه شنبه د دلوې ۷) ولسمشر اشرف غني د مایکروسافټ شرکت او ملینډا ګېټس بنسټ مشر بېل ګېټس سره خبرې کړي دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ نن سه شنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر غني او بېل ګېټېس د دوشنبې په ماښام د وېډیو کنفرانس له لارې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ سره د مبارزې په هکله خبرې وکړې.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دواړو لوریو اندېښه څرګنده کړه چې تېر میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر څو براره زیات شوی، ځکه چې طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې د پولیو واکسین کارکوونکو ته د فعالیت اجازه نه ورکوله.

سرچینه زیاتوي، په دې مجازي ناسته کې د پولیو واکسین د تطبیق په بهیر کې د اصلاحاتو په راوستو او د امکاناتو پر زیاتوالي هم هر اړخیز بحث وشو.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تېر ۲۰۲۰ میلادي کال په افغانستان کې د پولیو ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته د پولیو واکسین نه رسول او د کورونا ویروس خپرېدل هغه څه دي چې افغان چارواکي یې د ګوزن د مثبتو پېښو د زیاتوالي لاملونه یادوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...