جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهايټاليا: د ناټو په چوکاټ کې له افغانستان سره هر ډول همکاري...

ايټاليا: د ناټو په چوکاټ کې له افغانستان سره هر ډول همکاري ته چمتو یو

تاند (سه شنبه، د دلوې ۷) د ايټاليا دفاع وزير لورنزو ګوريني او ورسره پلاوي د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره کتلي او د ناټو سازمان په چوکاټ کې یې له افغانستان سره د هر ډول همکاري ډاډ ورکړی.

له امنیت شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ایټالیا دفاع وزیر لورنزو ګوريني له حمدالله محب سره په یاده ناسته کې ویلي، چې ايټاليا د ناټو سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د ملاتړ د دوام تر څنګ په نورو برخو کې هم د دوه‌ اړخيزو همکاریو پياوړتيا ته تیاری لري.

نوموړي زیاته کړې: ” د افغانستان د دولت او شرایطو د تقاضا له مخې د ناټو د هغو تصميمونو ملاتړي یو، چې د تاوتريخوالي کمښت، د سولې په پروسه کې پرمختګ او له تروريستي ګروپونو سره د طالبانو اړيکې پکې ارزول کېږي.”

له هغې ورځې، چې د افغان سولې دویم پړاو خبرې پیل شوي، د ګڼ شمیر هېوادونو چارواکو مخامخ او یا هم په ټلفوني اړیکو کې له افغان چارواکو سره په خبرو کې د سولې له خبرو ملاتړ کړی، پر اوربند یې ټینګار کړی او روان مذاکرات یې یو فرصت ګڼلی.

په همدې حال کې بیا په قطر کې د افغان مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري، نن ماذیګر پر خپل ټویټر لیکلي، چې طالب لوری د جګړې ختمېدو ته اراده نلري او له تیرو نهو ورځو راهیسې یې مخامخ ناسته نه ده کړې.

خو په ورته وخت کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ بیا رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي، چې د طالبانو د ډلې مرستیال او د مرکچي پلاوي مشر ملابرادر د هئیت له یو شمیر غړو سره د ایران په رسمي بلنه هغه هېواد ته تللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب