شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد کندوز د ولایتي شورا مرستیال د سختو ټپونو له امله ساه...

د کندوز د ولایتي شورا مرستیال د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

تاند (سه شنبه د دلوې ۷) د کندوز د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د کندوز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي ددغه خبر په تایید سره وايي چې امیري د ورځې په پای کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د راپورونو له مخې، نن سهار په کندز ښار کې پر صفي الله امیري داسې مهال چاودنه وشوه چې نوموړی له کوره د دفتر پر لور روان و.

د کندز د ولایتي شورا رئیس له دې پېښې وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل، دغه چاودنه د ښار د حاجي میري په نوم د یوه حمام مخې ته په یوه بایسکل کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوه.

په دې پېښه کې د صفي الله امیري دوه ساتونکي هم ټپیان شوي دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې ددې برید مسؤلیت نه دی منلی.

3 COMMENTS

  1. هره ورځ داسې ګل ګل ځوانان له لاسه ورکوو خو په ارګ کې ناست ډوزمار او لنډه غر سالح بیا دوړې بادوي او د دوو لوفرو انجنو نیول هم لاسته راوړنه ګڼي کني دغه کار یو عام عسکر هم کولای شي.
    ټول ملت له شماله تر جنوبه باید ملي قیام وکړي او راغلي ټامیان جمع لنډه غر چې خاص غلاوو ته اړولي دي باید پسې واخلو.
    ټول ملت دې پوه شي که نن نه وي بیا به هم منئ چې ارګ ننوتي ټامیان او لنډه غر د هیڅ افغان په کیسه کې نه دي، بلکې دوی د همداسې وضعیت دوام غواړي کوم چې دولت ضعیف وي او دوی څخه د دوی د غلاوو، غصب پوښتنه ونه کړای شي.
    سره له دې چې موږ د موقت حکومت پلوي نه یو خو کله چې ددغو ناترسو کردارونه ګورو نو خواهش کوو چې همدا سبا یې خدای پاک په دا بل مخ واړوي چې ترې خلاص شو.
    ددې بدې ورځې ټوله ملامتیا همدوی ته راجع ده او یوه ورځ به عادل دولت وي، محکمه به وي او دغه ټامیان او جنګسالاران به ان شاءالله ټیټ سر ولاړ وي اوملت به یې د بدې ورځې شاهد وي، لخیره.
    ژوندی دې وي لوی افغانستان

  2. د پښتنو ورکولو ته یې ملا تړلې ده ، د حفیظ منفور خبره دیو هفت سرده چې هرې خواته لاړشې د مرګ استازي به درته ولاړ وي .

  3. د کندوز په ټوله ولایتي شورا کې یوازې یو پښتون و هغه هم طالب کاکا راته وواژه. تاسو دقت وکړئ طالب هر ځای په اول قدم کې پښتون وژني که پښتون په لاس ورنغلو بیا په بل هم سرپه نه کا.
    په کابل کې له یما سیاوش پرته چي ویل کېږي د کومې ښځې پر سر وژل شوی، نور ټول وژل شوي شخصیتونه پښتانه دي.
    دا د آی اس آی یوه منظمه توطیه ده دوی غواړي چې په پښتون کې باسواده او په څه پوی کس پاتې نه شي او د پښتنو رهبري جاهلو او کم سوادو طالبانو ته پاتې شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب