شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد کندهار امنیتي چارواکو له خلکو په کورونو کې د پاتې کېدو...

د کندهار امنیتي چارواکو له خلکو په کورونو کې د پاتې کېدو غوښتنه وکړه

تاند (سه شنبه د دلوې ۷) د کندهار امنیتي چارواکو ددې ولایت د ارغنداب ولسوالۍ له خلکو غوښتي چې تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې له خپلو کورونو راونه وځي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ له لوري نن سه شنبه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان ځواکونو نن د ځانګړو عملیاتو په لړ کې په ارغنداب ولسوالۍ کې وسله وال مخالفین کلا بند کړي او د وتلو لارې پرې بندې شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي: «افغان مېړنیو ځواکونو نن د خاصو پراخو عملیاتو په لړۍ کې  په ارغنداب ولسوالۍ کې چهار چاپیره دښمن محاصره کړی او د وتلو لارې پرې بندې شوي، له تاسو څخه غوښتنه کوم چې تر ۴۸ ساعتونو پورې له خپلو کورونو څخه د را وتلو کوښښ ونه کړئ ځکه دښمن مو د سپر په توګه کاروي او کوښښ کوي چې له ملکي خلکو استفاده وکړئ، تاسو به ډېر ژر د ترهګرو له شتون څخه خلاص او امن ژوند به بیا پيل کړئ.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د وسله وال پوځ لوی درستیز محمد یاسین ضیاء ددغه ولایت د عمومي وضعیت ارزونې په موخه کندهار ولایت ته تللی دی او هلته یې ددې ولایت له امنيتي چارواکو سره لیده کاته کړي دي.

باید وویل شي چې له تېرو شاوخوا درېیوو میاشتو راپدېخوا د کندهار په څو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د سختو نښتو راپورونه ورکول کېږي.

د افغانستان د دفاع وزارت تر دې مخکې ویلي چې په دې جګړو کې یې د پاکستاني جنګیالیو په ګډون ګن شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د یادونې وړ ده چې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ ددې نښتو له امله سلګونه کورنۍ هم بې ځایه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب