شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+افغانستان له آیرلینډ نه درېيمه یو ورځنۍ لوبه هم وګټله

افغانستان له آیرلینډ نه درېيمه یو ورځنۍ لوبه هم وګټله

تاند( سه شنبه، د دلوې ۷) د افغانستان او آیرلینډ ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو وروستۍ لوبه هم افغان لوبډلې وګټله.

درېیمه لوبه چې نن ترسره شوه په کې ټاس يا پچه آیرلینډۍ لوبډلې ګټلې وه او افغان لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې د پياوړي پيل سره سره د نهو لوبغاړو په سوځېدو آیرلنډ ته د ۲۶۷ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري یوځل بیا راشدخان ښه وځلېده او تر نورو لوبغاړو یې ډېرې ۴۸ منډې وکړې.

افغان لوبډلمشر اصغر افغان بیا تر راشدخان وروسته ۴۱ منډې ترسره کړې دي.

آیرلینډۍ لوبډلې که څه هم ښه پيل وکړ خو د پاول سټرلېنګ په سلیزې سره سره یې هم ټاکل شوی هدف پوره نه کړ.

دوی په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یواځې ۲۳۰ منډې ترسره کړې.

د آیرلینډ له لوري پاول سټرلېنګ تر نورو ډېرې ۱۱۸ منډې وکړې.

په توپ اچونه کې هم افغان لوبغاړي بیا ښه وځلېدل او آیرلینډ لوبډله یې د لوبې په نیمايي کې له ګټې ايساره کړه.

په دې لوبه کې راشد خان ۴ او مجیب ځدران بیا ۲ لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده چې افغان لوبډلې له دې وړاندې لومړۍ او دوهمه لوبه هم له آیرلینډ نه ګټلې وه.

لومړۍ لوبه:

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%88-%d8%a2%db%8c%d8%b1%d9%84%db%8c%d9%86%da%89-%d8%aa%d8%b1%d9%85%d9%86%da%81-%d8%af%d9%88%d9%87%d9%85%d9%87-%db%8c%d9%88-%d9%88/

دوهمه لوبه:

https://taand.net/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d9%84%d9%88%d8%a8%da%89%d9%84%db%90-%d9%84%d9%87-%d8%a2%db%8c%d8%b1%d9%84%db%8c%d9%86%da%89-%d9%86%d9%87-%d8%af%d9%88%d9%87%d9%85%d9%87-%db%8c%d9%88-%d9%88%d8%b1%da%81/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب