شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeداسې هم شتهساینسوټس آپ خپلو کاروونکیو ته ډاډ ورکړ چې راز به یې هېڅکله...

وټس آپ خپلو کاروونکیو ته ډاډ ورکړ چې راز به یې هېڅکله هم افشا نشي

تاند (سه شنبه د دلوې ۷) د نړۍ مشهور مسینجر وټس آپ خپلو کاروونکیو ته یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې هېڅکله به د هغوی او د هغوی د خبرو د مقابل لوري راز افشا نه کړي.

د پیغام لېږنې د دغه نومیالي اپلیکېشن ادارې ویلي چې د کاروونکیو هغه خبرې، چټونه او مواد به چې په پلېټ فارم یې پراته دي خوندي وساتي.‌

نژدې دوه اونۍ مخکې د وټس آپ له قوله داسې خبر خپور شو چې پرې خپرېدونکي مواد به له فیسبوک سره شریکوي چې په ۲۴ ساعتونو کې خواوشا ۲۵ میلیونو خلکو په کې خپل حسابونه بند کړل او د بدیل په توګه یې سیګنال، ټیلیګرام او نورو مسینجرونو ته مخه کړله.

تر دغه تغیر وروسته، وټس آپ خپله خبره بېرته واخیستله او ویې ویل چې د روان کال تر می میاشتې پورې په خپله تګلاره کې تغیر نه راولي.

وټس آپ مسینجر چې د فیسبوک ملکیت دی یو امریکایي فري ویر یا په وړیا ډول د استفادې وړ مسینجر دی چې‌ د ۲۰۰۹ کال د می په میاشت کې جوړ شوی، او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ترې خواوشا دوه زره میلیونه یا دوه میلیارده انسانان استفاده کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب